The news is by your side.

غني: د طالبانو۵۰۰۰ بندیانوخوشې کولو ته ژمن نه یو

خبریال ډاټ کام/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یوه خبري ناسته کې وویلې، چې د طالبانو د پنځو زرو بندیانو د خوشي کولو په اړه هېڅ راز ژمنه وجود نه لري.

هغه ویلي ، چې په همدې اساس افغان حکومت په ځلونو له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې ویلي،چې د طالبانو د زرګونه بندیانو ازادولو ته ژمن نه دي او په دې اړه به په بین الافغاني خبرو کې بحثونه کېږي.

غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د زندانیانو ازادول د امریکا صلاحیت نه دی.

نوموړی وایي  دا کسان د افغان حکومت په بند کې دي او افغان حکومت به یې په اړه پرېکړه کوي.

ولسمشر غني په دې ټینګار وکړ، چې دا کار د امریکا په صلاحیت کې نه دی او دا هر څه په افغان حکومت پورې اړه لري.

افغان ولسمشر غني په دې خبري کنفرانس کې همدا راز ویلي، چې د اورکم موده به غځول کېږي او اوربند به رامنځ ته کېږي.

غني دغه راز د بین الافغاني خبرو د پلاوي د صلاحیت په اړه وویل، چې دوی به قوانینو او د افغانانو حقوقو ته درناوی کوي خو وروستۍ پرېکړه به افغانان کوي.

هغه په خپلو خبرو کې د جمهوریت پر دوام ټینګار وکړ او په خبره یې د نظام تغیر د یوې ډلې یا څو کسانو د خبرو صلاحیت نه دی او په دې اړه ولس خپله پرېکړه کوي.

ولسمشر غني داسې مهال د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو په اړه غبرګونو ښيي، چې تازه تیره ورځ د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا متحده ایالت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د دې هوکړې له لاسلیک یوه اونۍ وړاندې د اورکم اونۍ اعلان شوې وه ، چې پراساس یې دا هوکړه لاسلیک شوه.

په هوکړه کې د بین الافغانی مذاکراتو له پيل وړاندې د ۵ زرو بندیانو د خوشې کولو یادونه شوې، چې ۱۰۰۰ یې د طالبانو له زندانونو او ۴۰۰۰ یې له افغان زندانونو خوشې کیږي.

خو ولسمشر غني وایي، چې دکلکې ژمنې د نشتون له امله دوی ژمن نه دي، چې دا بندیان خوشې کړي.

بل لورته وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر غني د دې خبرو په غبرګون کې تراوسه څه نه دي ویلي.

په هوکړه کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره هم شوې ده خو ټرمپ تازه ویلي، چې که طالبان د هوکړې له مواردو سرغړونه وکړي دوی به بیرته راستانه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.