The news is by your side.

داوړ: ګاونډي هېوادونه دې بین الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه نه کوي

خبریال ډاټ کام: په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک کولو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ په یو ټویټ پیغام کې هیله ښودلې ده چې د افغان سولې لپاره اوسنۍ پروسه رغنده رول لوبولی شي.

محسن داوړ پر خپله فسبوک پاڼه او ټویټر باندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کولو په اړه ویلي دي هیله لرو چې دا د افغانستان د ریښتیني سولې پیل شي نه په افغانسنان کې د جنګ.

نوموړی زیاتوي، ټولې خواوې دې د افغانستان اساسي قانون او د خلکو حق ته درناوی وکړي، څو خلک په خپله خوښه مشران وټاکي.

محسن داوړ پر خپله فسبوک پاڼه باندې هم لیکلي دي چې د مذاکراتو مهمه لړۍ به بین الافغاني مذاکرات وي هغه هیله ښودلې ده چې هغه مذاکرات به هم له طالبانو سره بریالي شي.

محسن داوړ وړاندې وایي،تمه شته چې په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي، خو که چیري ګاونډي هېوادونه بین الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه وړاندې وایي، ښکېلې خواوې دي د افغانستان اسلامي جمهوریت او د افغانستان ټولو دولتي ادارو او اساسي قانون ته درناوی وکړي، څو سولې ته د رسېدو پر موخه ستر ستر ګامونه پورته شي.

محسن داوړ وړاندې وایي، په نړیوالو قوتونو باندې غږ کوو چې د امن دغه تړون دې په اصلي معنا د امن معاهړه اوسي، نه داچې د تړون تر شاه د پښتون افغان وطن د جګړې یوه بل پړاو ته ورداخل کړی شي.

محسن داوړ ډاډ ورکوي، چې مونږ په افغانستان کې د هرې جنګي پالیسۍ خلاف یو او د خپل وس مطابق به یې پر وړاندې ودریږي.

داوړ د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو په اړه وویل، چې د افغانستان ولسي رایو ته باید پکې ډیر درناوی وشي او په ډیرو اوصولو سره باید هغه برخلیک ټاکوونکي مذاکرات مخکې ولاړ شي.

محسن داوړ په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر بلل کېږي نوموړي په لر او بر کې د امن غوښتونکی دی او تل یې د افغانستان لپاره ریښتیني دریځ څرګند کړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو

محسن داوړ په داسې حال کې غبرګون وښود چې تېر ماښام د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون لاسلیک کړی شو.

قطر ته د نورو هېوادونو څخه هم ګڼ شمېر د بهرنیو چارو وزیران او هم نور استازي راغلي و چې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېدل.

د سولې هوکړه لیک د طالبانو له لوري ملا برادر او د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.

د یادولو ده چې د طالبانو سره به بین الافغاني مذاکرات هم د حوت پر شلمه او د مارچ پر لسمه نېټه پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.