The news is by your side.

د کرونا ویروس فلمي نړۍ هم تراغیزې لاندې کړه

خبریال ډاټ کام/ د چین له ووهان ایالت څخه خپور شوی نوی د کرونا ویروس دنړۍ تر شاوخوا ۵۰ هېوادونو رسیدلی دی.

دې ویروس د سوداګرۍ ترڅنګ فلمي نړۍ هم تر اغیزې لاندې راوستی دی.

د راپورونو له مخې د کرونا ویروس د هالیووډ د مشهور فلم (مېشن ايمپاسېبل ٧) ثبت له ځنډ سره مخ کړی دی.

راپورونه وایي یاد ویروس د ايټاليې په وينس ښار کې د دې فلم دثبت چارې درولې دي.

د دغه لړۍ دا مشهور فلم د ايټاليې په وينس ښار کې جوړېږي، خو په ايټاليې هېواد کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته يې ثبت له ځنډ سره مخ شوی دی.

د پېراماونټ پکچرز مطبوعاتي مسؤل رسنیو ته ویلي، چې د فلم د ستورو او نورو کارکونکو د ژوند لپاره يې په وينس ښار کې د درې اونيو لپاره شيډول بدل کړى دى.

پکچرززياته کړې ده، چې ځايي حکومت هم خلکو ته ويلي دي، چې له غونډو او نورو پروګرامونو کې دې له ګډون کولو څخه ځان وساتي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د ايټاليې په وينس ښار کې د ټام کروز د دغه مشهور اېکشن فلم لړۍ اووم فلم لومړۍ برخه ثبت کېده، چې د کرونا ویروس د دې فلم د ثبت چارې وځنډولې.

په ايټاليې هېواد کې اوسمهال ٢٢٩ تنه په کرونا ویروس اخته دي  او روغتیايي چارواکو یې هم منلې ده.

په یاد شمیر کسانو کې چې به کرونا ویروس اخته دي ۷ تنه یې مړه شوي هم دي او همدې چارې د فلم ثبتوونکي وویرول.

اوسمهال د ايټاليې په درېو ايالتونو کې د کرونا ويروس خپور شوى دى او حکومت ان د مذهبي غونډو لپاره هم د خلکو راټولیدل منع کړي دي.

د کرونا ويروس افغانستان ته هم رسېدلى دى او د روغتيا وزارت د وزير په وېنا، لومړنۍ د کرونا ویروس پيښه په هرات ښار کې مثبته ثبت شوې ده.

یاد ویروس د فلم د نړۍ ترڅنګ د ګڼو هیوادونو سوداګري هم زیانمنه کړې ده، چې یو شمیر هیوادونو له هغو نورو سره چې د کرونا ویروس پيښې په کې ثبت شوي خپلې پولې او راکړه ورکړه درولې، پولې یې تړلي او تګ راتګ یې بند کړی دی.

فلمي لوبغاړي هم د دې ویروس له امله اندیښمن شوي دي او وایي که مخنیوی یې ونه شي ښايي د دوی چارې هم له خنډ اوځنډ سره مخ کړي.

تر دې دمه د یاد فلم چې د ثبت چارې یې ځنډیدلي په اړه نه دي ویل شوي چې مشخصا کله به یې بیرته د ثبت چارې پيلوي او کله به د لیدونکو تر لاسونو رسیږي.

له دې وړاندې د دې فلمونو مخکینیو برخو هم مینه وال خوښ کړي او اوس دې نوي فلم ته انتظار باسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.