The news is by your side.

هند: افغان لوبډله دې د پوهنتون په لوبغالي کې لوبې وکړي

خبریال ډاټ کام: د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ سیالیو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، خو د هند له لوري افغان کرکټ بورډ ته په ګریټر نویډا او بل کوم معیاري لوبغالي کې لاهم د لوبو کولو اجازت نه ده ورکړل شوې او ورته ویل شوي دي چې د پوهنتون په لوبغالي کې دې لوبې ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین دا مهال په هند کې له یوې سترې ستونزې سره مخ شوي دي چې حل کېدل یې هم خورا ستونزمنه ده، د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي او د هغې سیمي د کرکټ چارواکي وایي، چې دوی لا له وړاندې افغان کرکټ بورډ ته د لوبو کولو اجازت نه وه ورکړې، خو افغان لوبډله په خپله سر هند ته ورغلې ده.

د اترا پرادیش کرکټ اسوسېشن مسوولینو او مشرانو د افغانستان کرکټ بورډ ته ویلي دي چې دوی دا مهال د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې هر ډول لوبې کول منع کړي دي او نه شي کولی چې په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته یاد لوبغالی په واک کې ورکړي.

زمونږ د سرچینو پر وینا چې د همدې ستونزې د حل په موخه د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی هند ته تللی دی او د پرادېش سیمي د کرکټ له مسوولینو سره یې پرله پسې ناستې کړي دي، څو یاد لوبغالی افغانستان ته په واک کې ورکړي، خو تر اوسه ورسره کومې نتیجې ته نه دی رسېدلی.

لطف الله ستانکزي ته ویل شوي دي چې د دغې ایالت د پوهنتون په لوبغالي کې دې د افغانستان ملي لوبډله له آیرلینډ سره د کرکټ سیالۍ وکړي، خو هغه په دې هڅه کې دی چې یاده ستونره ژر تر ژره حل کړي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ درې شل اوریزې سیالۍ په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې د مارچ پر شپږمه نېټه پیل او تر لسمې نېټې پورې دوام پیداکړي
،خو د رامنځته شوې ستونزې له امله ښای یادې لوبې لغوه اعلان شي او یاهم افغانستان ته بل کوم میدان په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان د کرکټ مینوال او د کرکټ شنونکي بیا په افغان کرکټ بورډ نیوکې کوي چې مسوولین یې په دندو کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي او نیوکه کوي چې د یوې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې لپاره دا یو ستر شرم دی چې د لوبو له پلان وروسته د میدان اجازت لاهم نه لري او په نړیواله کچه له یوې سختې ستونزې سره مخ شوي دي.

افغان لوبډله بیا شل ورځې وړاندې هند ته تللې ده او هلته یې تمرینات هم پیل کړي دي، خو ایرلینډ لوبډله لاهم هند ته نه ده رارسېدلې.

یو شمېر سرچیني وایي، چې ایرلینډ د همدې ستونزې له امله لاهم په خپل هېواد کې پاتې ده او غواړي چې له افغانستان سره یادې درې شل اوریزې سیالۍ لغوه اعلان کړي، خو افغان کرکټ بورډ یې ورسره نه مني.

د یادولو ده چې دا سیالۍ پخوا ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله لغوه اعلان کړې وې، خو افغان کرکټ بورډ د دې سیالیو ټول لګښت په غاړه واخیست او د سیالیو کولو خبر یې ورکړ، خو اوس له سترې ستونزې سره مخ شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.