The news is by your side.

عربان د کومو ګټو لپاره د بامیې سوپ څښي؟

د بامیې په جوړښت کې داسې ډېرې ځانګړتیاوې شته چې د انسان پر روغتیا ډېرې ګټورې اغېزې پرېباسي.له نېکه مرغه بامیه یو له هغو سبزي جاتو څخه ده چې په ډېره لږه بیه په بازارونو کې په هر موسم کې موندل کېږي. د بامیې څخه د ګټې اخیستنې سره سره نه یوازې دا چې زمونږ معده او نور بدن ته بې شمېره ګټې لري زمونږ د مخ پوستکي ته هم ډېره ګټوره تمامېږي.

عربان د ګرمۍ په موسم کې له بامیې سوپ تیاروي او څښي یې چې د دې علت دوه څیزه ښودل شوی:

۱ـ  د بامیې سوړ خاصیت

۲ـ د بامیې د انسان پر پوستکي ډېرې ښې اغېزې لري

بامیې له لومړۍ ذکر شوې ګټې لپاره عربان د دې استعمالوي چې دوی وایی بامیه په ګرم موسم کې له دوی سره مرسته کوي تر څو ډېر تږي نشي.

له دې سره سره نوې څېړنو د بامیې ګټې د هاضمې او بدن داخلي سیستم ته د ګټو تر څنګ  د مخ او پوستیکي لپاره هم ډېرې ثابت کړي، چې عربان له بامیې څخه د مخ ښکلا لپاره د بامیې کریم جوړوي او وروسته یې د مخ په هغو برخو وهي چې ګونځې پکې راپیدا شوي او زمونږ ښکلا کې یې عیب راپیدا کړی ده.

د بامیې د ماسک جوړولو لارښوونه:

د دې ماسک جوړولو لپاره لاندې توکي پکار دي:

۱ـ څلور دانې بامیې

۲ـ نیم لیمو

۳ـ یوه پیاله اوبه

تر هر څه دمخه لومړی په یو لوښي کې اوبه واچوئ او بیا څلور دانې ټوټه شوې بامیې ورواچوئ  تر ایشولو پورې پرېږدئ.کله چې جوش شوې نو بیا به بامیې له اوبو څخه راوباسئ او کریم به ترې جوړ کړئ. په همدې ډول څو څاڅکي لیمو هم پکې ښه ګډ کړئ.

تیار شوی کریم پخپل مخ او په ځانګړي توګه پر هغه ځای چې ګونځي پکې وي ووهئ او له شلو دقیقو یې تر یو ساعته پورې پر خپل مخ پرېږدئ او وروسته یې په تړمو اوبو پرېمنځئ.

د دې ماسک په وهلو سره به تاسې له خپل عمر څخه لس کاله کوچني ښکارئ. ځکه د مخ پوستکي ته مو ښکلا وربښي.

د بامیې نورې ګټې په لاندې ډول سره ښودل کېږي:

۱ـ د فولیک فایبر اسید په درلودلو سره د اومیندوارو ښځو لپاره ګټور خواړه دي په ځانګړي ډول د اومیندوارئ په لومړیو ۴ تر ۱۲ اونیو کې چې د جنین د جوړېدلو پړاو وي.

۲ـ بامیه یا بینډۍ د انسان وینه پاکوي چې د همدې خاصیت د درلودلو له مخې د وینې کلسترولو په کمولو کې ونډه اخلي.

۳ـ د شکر ناروغانو ته بیا د بامیې ګټې د نورو هرو خوړو په نسبت ډېرې دي.

۴ـ طبي پوهان وایي: د انسان په بدن کې ځينې ګواښوونکي هورمونه چې د جګر ناروغۍ لامل کېږي د بامیې په ځانګړي خاصیت لرلو سره د دې هورمونونو کچه تر ډېره راکموي.

۵ـ په بامیې کې د انتي اکسیایډ په درلودلو سره د انسان د ګردو ساتنه کوي.

۶ـ  بامیه چې کله د وینې کلسترول په منظمه توګه وساتي نو په دې سره د زړه روغتیا لپاره ګټه لري.

۷ـ د وزن کمولو کې مرسته کوي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed.

koi finance