The news is by your side.

نن بهرنیو ته د طالبانو ضرب الاجل وروستۍ ورځ، بریدونه به پرې وکړي؟

خبریال ویب پاڼه/ تیر کال طالبانو او امریکا د یوې هوکړي په ترڅ کې پر شمېر مواردو باندې بحث وکړاو هوکړې ته سره ورسیدل چې یو شرایط هم سبا د مي له لومړۍ نېټې وروسته د امریکايي او ټولو بهرنیو سرتیرو وتل وو، خو بهرني سرتیري له افغانستانه نه دي وتلي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن موده وړاندې په خپل یوه بیان کې وویل  چې خپل سرتیري د مي پر لومړۍ نه بلکې د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پوري له افغانستانه باسي چې په مقابل  کې يې طالبانو د کوم ګواښ یادونه و نه کړه یوازي يې پر دې بسنه وکړه چې که یې جنګیالي کومه سرغړون وکړي نو تاوان به یې امریکا پرې کوي.

عامه ذهنیت

په افغانستان کې د طالبانو  جګړې ته اوس د شک په سترګه کتل کیږي او هغه څه چې دوی جهاد باله په عامه توګه اوس د خلکو ترمنځ دا انګېزه له منځه تللې ځکه په ۲۰۲۰ کال کې زرګونه افغانان مړه خو هیڅ یو بهرنی طبعه مړ نه سو اوس چې امریکا له طالب سره له هوکړي سرغړونه کړې هم ده خو بیابه هم طالبان کوم برید پرې ونکړي خو پر افغان ځواکونو خپلې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي.

د جګړې مشروعیت؟

که څه هم طالبان خپلې جګړې ته د جهاد او مشروعیت نوم ورکوي خو د نړۍ او افغانستان عالمانو د طالبانو له لوري دا جګړه جهاد نه فساد بللی او څو ځله یې له دوی څخه وغوښتل چې دا جګړه و دروي.

خو طالبانو ویلي چې جګړې ته به دوام ورکوي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تازه شمېرو له مخې د روژې له پیله تر د طالبانو له لوري د نا امنیو پیښو کې ۶۳ ملکیان وژل سوي.

په ورته مهال تیره شپه ارګ کې د افغانستان د عالمانو شورا غړو په خپله تازه دریځ کې د افغانستان روانه جګړه نا مشروع او ویلي يې دي چې دا جګړه جهاد نه دی.

طالبانو اوس ویلي چې له اپریل وروسته به که چیري بهرني ځواکونه ونه وزي خو به پرې بریدونه وکړي خو د مي میاشت چې طالبانو هیره سوې او امریکا ترې سرغړونه کړې، خو دا چې دوی ولې اوس بریدونه نکوي مالومه نه ده.

Comments are closed.

koi finance