The news is by your side.

ماسکو کې د سولې بله غونډه څوک پکښي ګډون کوي؟

خبریال ویب پاڼه/ ویل کیږي چې نن یو ځل بیا ماسکو کې د افغان سولې پر تړاو  غونډه جوړیږي او افغان دولت اعلان کړ چې دې غونډه کې به ګډون کوي.

د ماسکو دا غونډه هم خورا پراخه او درې اړخیزه غونډه ده ده چې نن تمه ده نن به جوړه سي دا غونډه د ترکیې کنفرانس وړاندې یوځل بیا جوړه سوه.

درې اړخیزه غونډه په دې معنی چې دا پارمټ چین، روسیه، امریکا او پاکستان دی دی او نن به د سولې اړوند کنفرانس کې چې ماسکو کې جوړیږي پروګرام برخه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان حکومت به د سولې اړوند په هر جوړیدونکي کنفرانس ګډوون کوي او خپله نظریه به وړاندې کوي.

روسیې رسنیو راپور ورکړی چې په دې لوی کنفرانس کې زلمی خلیلزاد، د روسیې چین او پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي برخه اخلي.

وړاندې له دې چې دا کنفرانسونه جوړ سي روسیې د افغان سولې په پروسه کې د لويي ونډې مرستې ږغ کړی وو او زیاته کړې يې وه چې د افغان سولې لپاره خپلې همکارۍ جاري ساتي.

د روسیې دا دویم کنفرانس په داسې حال کې د افغان سولې پرتړاو جوړیږي چې له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو وتل پیل سوي  او دا پروسه به تر راتلوونکي سپټمبر میاشتي پوري بشپړه سي خو لاهم د ورکې سولې کوم څرک نسته.

د افغان سولې پر تړاو د ترکيې جوړیدونکی کنفرانس چې خورا ډیر مهم وو، تراوسه يې  د جوړیدلو څو ځله هڅه وسوه خو د سولې دا رغیدونکی کنفرانس تراوسه پوري نه دی جوړ سوی چې یوازنی لامل يې همدا د طالبانو نه ګډون دی او کیدلای سي چې لاهم یاد کنفرانس و ځنډیږي تراوسه پوري د یو شمېر هېوادونو هڅه روانه ده ترڅو طالبان دې ته راضي کړي چې د سولې په جوړیدونکي ترکیې کنفرانس کې ګډدون وکړي خو دوی لاهم بریالی سوي نه دي،

د روسیې اوسني کنفرانس د موادو په هکله څه نه دي  ویل سوي خو داسې مالومیږي چې دا کنفرانس به د همغږي او د ترکیې کنفرانس ته د چمتوالي او یاهم د مشورو کنفرانس وي چې سیمه ییز هېوادونه به د یوې ټولشموله اجماع رامنځ ته کیدلو لپاره بحث وکړي

Comments are closed.