د لنډيو یوه زیاته برخه د روژې په هکله ویل شوې ده!
لنډي د ټيکۍ،مصرۍ،ټپه ،بدلې او سندرې په نامه هم ياديږي، چې لومړۍ مصرۍ يې ۹ او ورپسې دوهمه م ۱۳ سېلابه وي. دلنډيو د زيږيدلو نېټه په سمه توګه نه ده معلومه خو د ځينې پوهانو په نظر لکه: عبدالحی حبيبي وايي: ځینې لنډۍ مونږ ته دتاريخ په اړه کې معلومات راکوي او مخینه یې څه باندې ۱۰۰۰ کاله ده.
پخوا به د هېواد په لرې پرتو کلیو کې پښتنو مېرمنو ترمنځ لندۍ، بدلې، سروکي،معما … ویل کېدې. او په دې سره به د ښځو تر منځ یوه سیالي پيل شوې وه ځکه هرې ښځې او پېغلې دا غوښتل کې د بلې پېغلې نه ښه لندۍ ووایي.
پخوا چې اوسني د ژوند امکانات شتون نه درلود او له بلې خوا د وخت تېرولو لپاره کوم خاص نه وه، نو پښتنو ښځو د خپل ذهن خبرې په منظومه او منثوره ډول خو په ډېر ښکلي انداز یې ویله.
په پښتني ژوند کې ښځې خپل د زړه غږ او د خولې خبره په مستقیمه توګه نشوه کوله نو لنډیو به له دوی سره مرسته کوله چې د خپل خبره نوره ته ورسوي.
له کوم وخته چې د اسلام مبارک دین زمونږ هیواد ته راغلی نو د روژې نیول او لمونځ کول هم زمونږ د خلکو تر منځ له ډېر پخوا څخه کېږي چې په ځانګړي ډول د روژې او پېشلمي د سختۍ خبرې په لنډیو کې بیان شوي دي او د پښتو لنډیو یوه زیاته برخه د روژې په هکله ده.
د بېلګې په ډول:
په نن سبا کې دې وخت تېر کړ
روژه هم راغله تا را نه وړل دیدنونه
که چېرې په پورته لنډۍ کې ویل شو خبره کومه پښتنه پېغله مخامخ ووایي نو د هر چا د خولې کیسه به شي او یا هم خبره یې شاید تر مرګه پورې ورسېږي. خو که چېرې د خپل زړه خبره تر خپل یاره د لنډۍ په ډول ورسوي نو دې ته پکې کوم زیان نه اوړي.
یا هم دا لاندې لانډۍ:
۱ـ روژه د خداې لپاره نیسم
په پېشلمي کې دعا ستا لپاره کړمه
خپل محبوب ته دعا کول پکې بیان شوي.
۲ـ بې له ادکې پېشمني دي
ډوډۍ بې خونده اوبه زهرو غوندې دینه
۳ـ روژه په سـره واسه کې راغله.
په روخ افزا مـــين به څـه ګــوزران کوینه.
۴ـ د جمعې شپه ده او روژه ده
څوک بختور به الله ځان ته رابلینه
۵ـ ورځې اوږدې دي لېونۍ؛ روژه دې ونيوله
خدای دې قبوله کړي جلۍ؛ روژه دې ونيوله
۶ـ مکروه دې نه کړه؛ د ملا خبر دې ومنله!
پکې دې را نه کړه خولګۍ؛ روژه دې ونيوله
۷ـ ته ماښامی هم د سعودي په خرماګانو کوه!
شات، ملائي، پنېر، هګۍ؛ روژه دې ونيوله!
۸ـ مهربانۍ باندې به ډېر خلک جنت ته لاړ شي
بې غير د ژوند له بربادۍ؛ روژه دې ونيوله
۹ـ سترګې په سترګو شو خو ژر دې سترګې واړولې
مسکا دې هم نه کړه ډالۍ؛ روژه دې ونيوله!
۱۰ـ پر لاره تلای نه شې؛ نو تاته يې خوړل روا دي
تا باندې نه کېږي بوډۍ؛ روژه دې ونيوله!
۱۱ـ ملا چابک شه آذان وکړه
د یار لوېدلې سترګې زړه سوری کوینه.
لیکنه: مریم صدیقي
Comments are closed.