The news is by your side.

بدبخته پښتانه اوس هم د غونډل بابا په تعویذ ناروغانو ته صحت غواړي

بدبخته پښتانه اوس هم د غونډل بابا په تعویذ ناروغانو ته صحت غواړي.
په 21م قرن کي نړیوال اخته دي، چي په مرخ کي د ژوند کولو لپاره زمینه مساعده کړي.

ددي ترڅنګ مي نن واوریدل! چي امریکایانو داسي چپ جوړ کړی، چي د انسان په دماغ کي یې نصب کوي او له همدې لارې به معلول کسان خپلو فلج شوو غړو ته حرکت ورکولای شي، خو بدبخته پښتانه لا هم د امراضو د تداوي لپاره د غونډل بابا تعویذ یواځنۍ حل لاره ګڼې.
تیره ورځ مي له زابل څخه کندهار ته د لین په موټر کي سفر کوی، د موټر په ډکۍ یا ډاله کي دوې2 ښځې یو 1 نارینه ناست ؤ غالب ګمان مي دا شو، چي نارینه د پخې ښځې زوی او ځوانه انجلۍ یې مږور یا انګور ده. ځوان په وطن کي د اوسني عصر له موډ سره برابر غټ ویښتان او ښه ببره لنګوټه له سر څخه تاو کړې وه.
ځوانه انجلۍ راته عصبي ناروغه ځکه ښکاره شوه، چي خبرې یې ګډوډې وې نور، خو زه هم ډاکټر نه یم، چي تکلیف یې مالوم کړم، یو ځلې یې پر زړې ښځې په لوړ اواز ږغ وکړ: موږ چیرته ځو؟ زړې ښځې په جواب کي ورته وویل: موږ کندهار ته غونډل بابا ته ځو. ځوانه انجلۍ: غونډل بابا څه کوو کور ته درځئ ولاړ شو. زړه ښځه: چپ شه په زوره نارې مه وهه په موټر کي ټول موټروانان دي په را وخندول، په غونډل بابا به تاته تعویذونه وکړو ببرته به ژر راسو تا به خدای راته جوړه کړې.
په موټر کي مي شاه ته دا ناهیلې او له خرافاتو ډکې خبرې اوریدلې سخت ورته ځوریدم په زړه مي یو خدای پاک خبر ؤ. د ځان سره مي وویل: که موږ داسي جاهل، ناخبره او د علم څخه لیري پاته نه شو، بیا مو کله څوک پر سر باندي معاملې کولای شي، همدا وجه ده، چي موږ د امراضو تداوې د ډاکتر پر ځای د غونډل بابا په تعویذ کوو.
الله تعالی دي د هغې پیغلې په شان د هیواد پر ټولو پیغلو باندي خپل فضل او کرم وکړي، ځکه اوسنی حالات یې هیڅ د زغم وړ نه دی.
له اوسنیو حاکمانو څخه زموږ غوښتنه داده: چي د خدای په خاطر د انجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وازي کړئ، ترڅو راتلونکی نسل پدې پوهه شي، چي د امراضو د مخنیوي لپاره چیرته ولاړ شي او د نورې نړۍ د خلکو په شان دوی هم ځان ته په خپله د یو رښتني ژوند زمینه مساعده کړي او خوند ځینې واخلي.

لیکوال: حیات پښتون

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance