The news is by your side.

ننګرهار: د خوړو او درملو ادارې پاکستان ته بې کیفیته درمل ور ګرځولي

خبریال وېبپاڼه: په ننګرهار کې د خوړو او درملو ادارې وایي، چې پاکستان ته یې ۱۹ زره بستې بې‌کیفیته درمل بېرته ورګرځولي دي.

د خوړو او درملو ادارې مشر، ګل خادم په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا درمل پرون یکشنبه په تورخم کې پاکستان ته ورګرځولي دي. ‎

د دې ادارې مسوولینو د هېواد له ټولو سوداګرو غوښتي، چې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي، ګني له قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې تر دې وړاندې په بلخ کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۱ ټنه درملو او خوراکي توکو د سوځولو اعلان کړی و.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance