The news is by your side.

کندهار کې د نادرکه شوي ماشوم جسد پیدا شو

خبریال وېبپاڼه: کندهار کې د مزمل په نوم د هغه ماشوم جسد موندل شوی، چې څو ورځې وړاندې نادرکه شوی و.
د یاد ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند  اسدالله جمشېد وايي، یاد ماشوم د کندهار ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د صالون خان چمن اوسېدونکی دی، چې څو ورځې وړاندې نادرکه شوی وو.
د جمېشد په خبره، تېره ورځ د یاد ماشوم جسد د کور مخته تر یو پلچک لاندې پیدا شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، یاد ماشوم د اوبو ویالې ته تر غورځېدو وروسته، مړ شوی، چې جسد یې تر پلچک لاندې حصار وو.
لاهم د مزمل کورنۍ د هغه مړینې علت په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance