The news is by your side.

بنګله دېش کې اورلګېدنې ۴۳ تنه وژلي

د بنګله دېش په مرکز ډهاکه کې په یوې لوړ پوړیزې ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله ۴۳ تنه وژل شوي دي.
د یاد هېواد د عامې روغتیا وزیر سمنتالاسن ویلي، چې په دې اور لګېدنه کې ۴۰ نور کسان سوځېدلي، چې اوس یې درملنه روانه ده.
په همدې حال کې د بنلګه دېش د اطفايي وزارت ویلي چې دا ور په یو هوټل کې لږېدلی وو، چې وروسته ودانۍ ته خپور شوی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، د دوی ټیمونو ۷۵ کسان ژغورلي او لګېدلی اور یې په دوه ساتونو کې وژلی دی.
اور په داسې سیمه کې لګېدلی، چې هوټلونه او د ټوکرو دوکانونه په کې زیاات وو.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال په جولای کې هم بنګله دېش کې د غذا پروسس په یوې فابریکې کې د اور لګېدو له کبله ۵۲ تنه وژل شوي وو.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance