The news is by your side.

غزه کې د اسراییلو له لوري پر عامو خلکو برید توند غبرګونونه را پارولي

غزه کې د اسرائیلو له لوري پر عامو خلکو برید توند غبرګونونه راپارولي.
تېره ورځ اسراېیلو غزه کې د بشري مرستو لپاره پر راټولو شویو خلکو ډزې وکړې، چې په پایله کې ۱۰۴ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.
ملګرو ملتونو یاد برید غندلی او دا یې یو وحشیانه عمل بللی دی.
په همدې حال کې امریکا ویلي، چې دوی د مالوماتو په ارزولو اخته دي، ترڅو مالومه کړي، چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې.
که څه هم اسرائیلو عام خلک وژلي؛ خو بیا یې هم ویلي چې ځواکونو د خپل ځان له ویرې پر یادو خلکو ډزې کړې دي.
د بریدونو له کبله هلته په یو شمېر خلکو له مرستو بار لارۍ ختلې دي.
ترکیې بیا اسرائیل د بشر ضد په یو بل جنایت تورن کړي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسرائیلو یاد کسان په قصدي ډول په نښه کړي او غواړي، په دې کار سره فلسطینان تبا کړي.
بل لورته فرانسې او هسپانیې هم دا برید غندلی او د نه منلو وړ عمل یې یاد کړی دی.
د مالوماتو له مخې، پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله تر اوسه تر ۳۰ زرو زیات کسان وژل شوي او څه باندې ۷۰ زره نور ټپیان دي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.

ځواب ورته ورکړئ‌