نیکوېایچ، نه ستړی کېدونکی او هڅاند انسان
خبریال وېبپاڼه: یواځې یوه شېبه د دې په هکله سوچ وکړئ چې نه لاسونه لرئ او نه مو پښې شته. له ملګرو و دوستانو سره په لاس روغبړ نهشئ کولای. د مور له ناز او مینې ډک لاسونه نهشئ لمسولای. د هغې په مهربان وجود لاسونه نهشئ چاپېر کولای. یو ځل بیا هم فکر وکړئ چې طبیعي وجود مو هیڅ نه وي بشپړ شوی؟ ایا په دې نړۍ کې به داسې څه وي چې انسان ته ډېره خوښي ورکړي تاسې ته به یو راز ښکاره شي چې هیڅوک خوشالې نه وېشي، برعکس ستونزې، غوسه، ناهیلۍ یو عالم پرېشانیو باندې خوله درته پرانیزي، بیا لا دا چې د انسان ښېګڼو ته دومره څوک نه ګوري لکه څومره ژر چې یوه نیمګړتیا ستا پر وړاندې درته بیانوي او بیا په داسې ټولنه کې انسانان په خوشالیو پسې ګرځي، خوشالې پټه ده “راز” دی، هغه راز که چا وموند هرومرو خوښېدای شي، ځان ته ارزښت ورکول، پر شته نعمتونو شکر او قناعت، یو بل څه هم شته چې انسان له هغه خپل روح و روان خړوب کړي، خپل پیدایښت معجزه وګڼي، دا چې انسان ارزښتمن دی.
دویم ور چې د انسان پر وړاندې شته چا نیم پرانستی چا بند کړی، خو هڅاند انسان تل روان وي، مخې ته ځي، نیکوېایچ همدا انسان دی، تکلیف تېروي، خو ګام په ګام بریالی کېږي، زړونه ګټي، عواطف پاروي او سست انسان ته د ژوند روانه دریڅه ورښيي.
نیک په 1982 په اسټرالیا کې زېږېدلی دی، هغه وخت طبي رنګه د جنین انځورونه خپ اخیستل کېدل، ځکه نیک ډېر کلونه چا نه پېژانده، کله چې زېږېده، مور یې هغه مهال تر وخت مخکې زېږېدونکو ماشومانو واټ ته وړې وه. ماشوم تر زېږېدو وروسته د هغه پلار راوغوښتل شو چې سترګې یې ورباندې ونښتې، په شا ولاړ چټک له هغه ځایه ووت. سرطبیب یا په اصطلاح “غټ ډاکټر” او د روغتون کارکوونکي حیران شول. سره غوښه بېلاسو او بېپښو ماشوم یې له موره لرې کړ چې سترګې یې پرې و نه نښلي. مور یې د روغتون له کارکوونکو هم وه.
هغه له ګڼې ګوڼې وراخطا شوه چې یوه بده خو شته، ټول چوپ تېز ګرځېدل ښایي دغې سرې ټوټې ژوندۍ غوښې د روغتون ټوله ډله هېښ کړي وي. مور یې غوښتل یو څه ووایي، خو د چا تر خوله “سپوڼ” هم نه وت. دغه ماشوم د “ټټرا املیا” په سنډروم اخته و، هغه انسان چې طبیعي “مورذاده” بېلاسو او بېپښو زېږي.
سوچ ووهئ! تر واده څو میاشتې وروسته د خاوند او مېرمنې ټوله توجه ماشوم راوړلو ته شي، بیا چې هغه مېندواره شي، مسته ګرځي پر خپله خېټه شو نیسي چې زه خو نوره مور کېږم، خاوند هم د پلار کېدو په غرور کې ګرځي، ځکه لومړی اولاد داسې وي؛ نو دوی هم دغسې ورته خوشاله و، تقدیر بیا بله وکړه. د نرسو نجونو ماشوم مور ته راوړ چې د هغې سترګې پرې ونښتې، سترګې یې رډې راوختې، ساه نېولې هېښه وه، لویه چیغه ترې وشوه په زوره یې وویل رانه لرې یې کړئ. هله ژر…!
نیک نړۍ ته راغی د هیچا غېږ یې و نه لیده، د مور هم نه! ډېر وخت وروسته یې پلار لږ د هغه د لیدو تاب پیدا کړ بیا یې څو شېبې په مینه د کتو هڅه وکړه. مور یې ډېره “پوړک” رېږدېدو اخیستې وه، خو بیا هم د موروالي حِس ډېر زورور دی، هغه سره ټوټه ماشوم یې سینې پورې ونیو.
د نیک زېږېدو ډله غمونه او اندېښنې هم ورسره وزېږولې، هغه چې یوه مور او یو پلار یې وګالي. زیاته وېره و اندېښنه د مور و پلار دا وي چې د اولاد راتلونکی به مې څنګه وي؟ تر موږ وروسته به یې غم څوک خوري؟ دی خو د بل د لاس اړ دی! راتلونکی، زدهکړې، واده او د ګټې وټې وس خو لا ایسته پرېږده!
هر اړخ ته د مور و پلار اندېښنه او د نیک نیم وجود، تر دې پورې چې دوی خپلو اندېښنو ته هیڅ د زړه تکیه نه لرله، دوی دواړو پرېکړه وکړه چې ماشوم اوس لا بل چاته ورکړي؛ مګر د هغه نیا و نیکه ورباندې ټینګ شول، دوی یې له دغه تصمیمه پر شا کړل.
نیک چې څومره لویېده، هغومره یې خپه زړونو ته خوښې ورکوله؛ مګر د مور و پلار اندېښنه هماغسې ورسره زیاتېده. په کور کې ورسره عادي شول، خو کله چې یې د معلولو، له وجوده د نیمګړیو ماشومانو روزنځای ته یووړ، هلته یې مور و پلار ډېر پوه شول چې نیک زیات لاسنیوي ته اړ دی.
هیچا زړه نه ښه کاوه چې په ویلچر کې ناست ماشوم ته ور نږدې شي. هغه یواځې د چپې پښې پر ځای دوې ګوتې درلودې، اړ و، له نجونو پرته، نورو هلکانو ملنډې ورباندې وهلې! ویل به یې ته انسان نه یې ګوره څه بلا یې! له کومې سیارې را لوېدلی یې!
نور دی هم دغو خبرو ته چوپ نه شوای پاتې کېدای، کله چې به ټولګي ته راته په لاَو کې به لږ لږ غږېده، دا خبرې ډېری له نجونو زده کوونکو او یو به مهربانه هلکان د دۀ له خبرو نه په عذابېدل، دۀ به ورته څرګندوله چې د دوی په څېر دی، احساسات یې د دوی په څېر دي، یواځې جسم یې توپیر لري، خو هیڅکله دا نیمګړتیا نه ده.
ځینو ټولګېوالو به دومره ځوراوه چې اخوا دې خوا به تر خورېدل، پر اوږو به یې ټکاوه. دی به ډېر وخت د بوټو په ځای کې پټ شو چې څوک یې ونه ځوروي. اخیر تر پوزې راغی، د ځانوژنې فکر یې په سر کې وګرځېد، اټوماټ ویلچر یې د سمندر غاړې ته بوت غوښتل ځان غرق کړي؛ مګر د مور او پلار مینې له دې پرېکړې تېر کړ. د مور خبرې ډېر زړه ورکاوه چې د چپې پښې پر ځای دوې وړې ګوتې باید لیکل ورباندې وکړې، ایچ بدل شو، هغه یې ګوتې لیکلو د پښې کار اخیستلو لپاره هم چمتو شوې، اوس ایچ توپ هم کوي، ورځنۍ چارې پر مخ بیايی، بیسبال خو د خوښې لوبه ده.
د ایچ د وړوکوالي کلونه تریخ تېر شول. ډېرې شپې یې رب ته په زاریو او اوښکو تویولو تېرې شوې، ډېر یې وژړل چې سهار یې دعا قبوله شوې وي، سهار داسې راويښ شي چې لاسونه یې شوي وي؛ مګر د خپل حالت په لیدو به یې زړه یوه ډبره شو، غریو نیولی ناهیلی به چای ته کېنوست، شپه به بیا هماغه اوښکې زارۍ وې چې امید یې یوه معجزه ورکړي، ورو ورو یې د امید ډېوه د شپې رڼو اوښکو بله ساتله، د رڼا یو څرک یې پیدا شو، لکه په سمندر کې چې بېړۍ توپانې شي او بیا د سهار راختونکی لمر د سمندر ورکه شوې لار مسافر ته وښيي، هو د سهار سترګه او راختونکی ځلانده تازه لمر!
په زړه کې یې یوه خوښې راوټوکېده چې زما پیدايښت بې څه نه دی. مور و پلار یې کلک مذهبي باور لاره. وخت په وخت به یې یې ویل چې رب زموږ زوی بېحکمته نه پیداکړی، هرومرو څه شته، د نیک ایچ هم ورځ تر بله معنوي قدرت دروني ـ روحي ارامتیا احساس زیاتېده، نور د لاسونو په تمه نه راکېنوست، بلکې هماغه دوې ګوتې پښې او لاسونه وبلل، وروسته زړه ورته ویل چې په ما کې شور دی، ځان ته دې په موخه پسې وګرځه وتپېږه، بیداره شه، ستا پنځېدل نیمګړتیا نه، معجزه ده، نور ایچ روان شو، په ژوند پسې شو.
د نیک ایچ باور په پختګۍ کې و چې وخت ترېده د خپل نیم تن نیمګړتیا یې یې هېره شو، دی وایي څه چې پخوا تېر شوي وي د پرون هیڅ شی موږ نه شوای لاس ته راوړلای، له لاسه وتلي شی نه شو، موندلای، برعکس څه چې نن لرئ هغه لاسته راوړئ راتلونکی به هم د نن له هڅو سره ستاسې لپاره عیار شي، وخوځېږئ، نن جوړ کړئ سبا به هم ستاسې شي.
موکې له لاسه مه ورکوئ، هرڅه چې انسان ته پېښېږي سر ترپایه ښېګڼه ده، یواځې اهمیت ورکول او په بخت قبلول ستاسې د ایمان او معنوي رڼتیا نښه ده. هرڅه ته په ښه نظر او باور کتل ستاسې تقدیر هم ښه لوري ته بدلوي.
نیک رښتیا “نیک” دی چې هرڅه ته په ښه سترګه ګوري هرڅه ته یې په ښه بخت کاته ژوند یې د وزګارو، سستو په منفي فکر کې د ډوبو فلج شویو انسانانو په څېر نه و، په نیمګړي جسم هڅاند و، دا یې نه ویل چې سبا به څه کېږي، دې ته به پسخېده چې نن که څومره انرژې لرم او کار وکړم سبا به مې هرومرو ورسره سمېږي، نن چې څه لرم دغه فرصت دی.
نیک ایچ یوه ورځ 300 ځوانو زدهکوونکو ته په بېلابېلو مسایلو غږېده، دا هڅونکې ناسته تر ټولو غټه او له نفوذي اړخه اغېزمنه وه، لومړی چې خولې ته د سټیج سپېکر برابر کړل شو، تر دۀ یې احساسات زیات مخکې وو، د ماشومتوب او ځان ورپېژندلو وینا یې زړونه لړزول، معنوي قوت یې زیات وو ځکه یې سرمسته په هال او څوکیو کې ناست ځوانان ورو ورو رام کړل، د نیک وینا او غږ دواړه اوږدېدل او په زوره کېدل، زدهکوونکیو، د هومینهڅونکي میټینګ ګډونوال یو بل سره نه غږېدل، دا غونډه ځانګړې وه، ځوږ نه وو، ډېر خو یې لا نجونې وې، تر دې پورې چې ستمی پیل شو، وروسته هال او تالار کې په زوره ژړاوې شوې، د نیک هرڅه معجزه وو، نیک دوې ګوتې چې پښې هم وې د لاسونو کار یې هم ورباندې کاوه هغه یې وخوځولې ویې ویل: در شم چې ستاسې اوښکې وچې کړم او په غېږ کې مو ونیسم؟ ټول یوه خوله هک حیران شول! ښه دا وه چې نیک غېږې او مینې ته اړتیا درلوده، خو دلته بیا دی لومړی شو، قدرت یې ښکاره شو چې نیک نورو ته خوشالې ورکولای شي، دا د دۀ لپاره هم یوه د قدرت لرلو غوره بېلګه شوه.
د نیک دروني غوښتنه دا وه چې نیک د ځوانې نجلۍ اوښکې وچې کړي، ښایي د دۀ باطني میل هم و، نجلۍ نیک ته په ژړا کې وویل دغه سرشاره ځوانان، ځانغوښتونکي هیڅکله زړه ته لار نه کېږي، له تالاره بله اورېدونکې د نیک خواته را روانه وه ویل یې، د چا چې له چا سره زړه نه غواړي اغېږ یې خبرې هم نه ورباندې کوي، ستا وینا زما ذهن رابدل کړ، یواځېنی سړی چې زما د احساساتو توپان یې ښې خوا ته بدل کړ، ستاسې خبرې معحزه دي، نیک مسک شو، د قدرت احساس یې وکړ. بیایې وویل، زما دا لږ خبرې به رښتیا هم د ځوانانو لپاره جالبي خو تر ډېره به عادي ښکاره شي، ځکه د ځوانۍ جسمي غوښتنې تر ډېره په عالي فکر رابرسېره وي.
سربېره پر دې د نیک د وینا او خبرو اغېز ژور و، دوی د نورو ویناوالو مټیویټ خبرې اورېدلې وې؛ مګر د نیک خبرې زړو ته ننوتې او احساسات یې د اوښکو په قدرت پارول، دغسې روښانه مستقیم اغېز چا تر اوسه نه حسِ کړی. د هغه لیدلوری، د نه درېدلو هڅه، لوړ فکر، عالي ذوق، ګټورې موخې ټاکلو، د ځوانانو هڅو تېزولو درس لاره.
کله چې څوک یوه وینا کوي او ښه اغېز یې هم ویني د هماغه ویناوال د قربانۍ حِس لا پراخېږي د نړۍ له هر ژوندي په تېره بیا انسان سره یې له هر ډول توپیر پرته خواخوږې، ژوره قربانې زیاتېږي، د ښېګڼه کولو مفکوره یې لا پراخېږي.
***
نیک په روزنځای او د معلولو سنټر کې د خیریه بنسټ جوړولو ته وخوځېد، له هغو ناهیلیو، د ټولنې له خوا په کمه سترګه ورته کتلیو معلولو، ناامیده وګړیو ته یې د هڅولو پروګرامونو جوړولو پیل کړل، سربېره پر هغه یې هغوی د ګټې وټې وړتیا د غښتلي کولو درسونه ورکول، همدارنګه له ځینو سره یې نقدي مرسته هم کوله، نیک له هر میټینګ وروسته ډېری انعامي پیسې خپل خیریه بنسټ ته ورکولې او ډېریو شتمنو خواخوږو انسانانو له نیک سره په دغه خیریه چاره کې ټینګ لاسنیوی کاوه.
17 کلن نیکوېایچ دغه خیریه بنسټ ډېرې پیسې پیداکړې، مشر او پر مخ وړونکی یې هم دی و.
د دۀ ذکاوت تر جسم وړاندې و، 21 کلني کې یې له پوهنتونه په دوو څانګو کې لیسانسونه وکړل، یوه یې حسابدارې او بل سند یې د مالي چارو په سمبالښت کې په لوړه نومره واخیست.
د هغه زدهکړې روانې وې، تر دې چې په لږ وخت کې یې میلیونونه لیدونکي او اورېدونکي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وموندل، هغوی له خبرو اغېزمن شول، پوه شول او ژوند د دۀ له ویناوو ورته لا ارزښتمن شو.
نیکوېایچ هیله بښونکی موټیویشنل ویناوال دی، همدارنګه د مرسته کوونکی سازمان د مدیریت چارې هم سمبالوي، هغه سازمان چې له معلول وګړي له توپیر پرته د ټولنې له نورو غړیو سره د ژوند څښتنان شي. نه ستړي کېدونکي او نه تسلمېدونکي شي.
نیکوېایچ د امریکا په کلېفورنیا ایالت کې ژوند کوي. د هغه مهارتونه او وړتیاوې د هغه شخصي ژوند لیدلوری په هینداره کې را اخلي چې نیک عجیب، جالب او زیارکښ انسان دی، د غټ او خوشاله زړه، روښان ذهن او تېزې ژبې څښتن دی، هو معجزه ده! ځینې نور مهارتونه چې په جسمي خوارې کسب کېدای شي په هغو کې هم تر نورو عادي خلکو تکړه دی، سوَمېنګ کې د ماهي په څېر حرکت کولای شي، لامبوزن دی، د شنا حرکات منظم کولای شي او د ګلف لوبغاړی هم دی.
هغه په خپل کتاب کې روښانه راوړي، هغه کتاب چې د انسان د شخصي ژوند د بریالي کېدو درسونه لري، دا سپړنه یې پکې کړې چې دی سره له دې ټولو ستونزو بیا هم ځان ته چې روغ وایي تر هغو ګړندی روان دی. د ځان په باره کې لیکي:” زه نړۍ هغه انسان چې لاسو و پښې مې نهشته؛ مګر دغو داسې کړۍ نهشته چې زما لاسونه بند کړي، پښې مې وتړي، یا زما ذهن ته له کاره د اخیستو وېره ننباسي، د نړۍ ګوټ ګوټ ته ځم، میلیونونه وګړيو ته انګېزوي ویناوې او د خوځښت، ایمان، زړورتیا، مینې درسونه ورکوم چې ژوند په هینداره کې روښانه وویني، هیلې وپالي، اوږدې ستړې شپې، تڼاکې لاسونه، ستړي زړونه ارام او هرڅوک خپلې موخې ته ورسېږي.”
د نیک د یو بل کتاب په سریزه کې لیکلي: زه ما امید دی چې زما ژوند چې څومره له کړاوونو کې ګیر وي، بیا هم روان یم هیڅ شی داسې نهشته چې زما د خوځښت خنډ شي، زه به تر وروستۍ ساه همداسې حرکت کوم، موږ ټول په دغه سفر کې یو، له تاسې هم غواړم چې و نه درېږئ.”
انسان داسې موجود دی چې که ودرېږي، دِماغ او زړه یې هم دوښمنان شي، له کاره یې بېسېکه او د ژوند له بېلابېلو حقیقتونو ووېرېږي، دغسې وزګار انسان نور وګړي لا له ژونده پسې خواتوری کړي، د بانډار په نوم خبرې یې له کار کوولو لا وېره پسې ور وپنځوي او ژوند ته د نورو د مرستې له زاویې ګوري چې دغسې کسان تل له وخته او خلکو ډېره ګیله لري، خو ملامتي یې خپله سستې ده.
نورو ته په خپل ژوند کې د چا د ناوړه لاسوهنې اجازه مه ورکوئ، اوس تاسې د ژوند څرخ په کوم لوري تاووئ؟”
نیک ورځ تر بله، میاشت په میاشت د پرمختګ ګامونه ږدي. تر 2008 کاله یې 14 هېوادونو ته سفر کړی و، په هر هېواد کې یې مینهوال زیات ول، له پیسو او درناوي سره به بېرته کور ته ستنېده.
تر ننه پورې یې میلیونونه وګړي له ویډیويي او غږيزو درسونو زدهکړه کوي، هغه د نړۍ له سترو انګیزوي یا مټویټ ویناوالو یو بلل کېږي، پر یوټیوب یې خپرې شوې ويډیوګانې د نړۍ زیات کسان هڅوي.
د کتابونو بازار یې په لومړي کتار کې دی، د هغو نومونه:
۱ ـ مه تسلمېږه!
۲ ـ ځواکمن اوسه!
۳ ـ بېلاسونو او بېپښو ژوند!
۴- بېسرحده او نه ستړی کېدونکی ژوند!
نیک د 2008 په وروستیو کې کانایېمیاهارا سره ولیدل، کانایي د دۀ په هکله وایي: کله چې د نیک ځانګړتیاوې، وړتیاوې ولیدلې هماغسې وې لکه څنګه چې زه په دغسې انسان پسې ګرځېدم، ما یې ډېره هیله لرله چې خپل یې کړم، اوس ما ټولې ځانګړتیاوې په دغه ستر انسان کې وموندلې، بس همدغه انسان زما د ژوند تر ټولو ښه ملګری کېدای شوای.”
دا جوړه تر ټولو ځان خوشبخته او خوښ بولي، دوی زیات سره خوشاله دي، هرڅه یې چې زړه غواړي نیک یې ورته تیاروي.
تر واده وروسته د کلېفورنیا په جنوب کې سره اوسي، هغه پر کتابونو لیکلو، ویناوو چمتو کولو او خپلو خیریه چارو بوخت دی، مېرمن یا کانایي میاهارا د کور د چارو په سمبالښت لګیا ده.
نیکوېایچ تر اوسه په نړۍ کې ځانګړی او اغېزمن ویناوال باندې يېژندل کېږي او خلکو ته یې خبرې خورا ګټورې دي.
د نیکوېایچ ځینې ویناوې:
ـ په نړۍ کې هرڅوک ارزښتمن دي او هر یو د خپل ځانګړي دلیل له مخې نړۍ ته راغلی.
ـ زه هیڅ باوري نه یم چې بېځواکه یم، ښایي زما جسم د دې نیمګړتیا ښکارندویي وکوي چې لاس و پښې مې نهشته؛ مګر له کاري پلوه زه بریالی یم، انرژې و انګېزه دواړه لرم.
ـ هیڅکله مه درېږه! کار کوه! یواځې هڅه او کار باندې باوري شه، ژر پایله مه غواړه.
ـ که مو ځان ته ارزښت ورکړ، ډېرې لورېینې به درباندې وشي، ځکه ستاسې راتګ نړۍ به دلیله نه دی! هیڅوک به د دې وس و نه لري چې ارزښت مو ټیټ کړي.
ـ لوړې غوښتنې ولرئ! ځان سره مینه وکړئ، له نورو سره خلوص او مینه ولرئ، هيڅکله مه تسلسمېږئ، په ستر غوښتونو پسې شئ، په وړو پسې مه نښلئ.
د نیکوېایچ ځانګړنې
ـ د تن له نیمګړتیاوو سره سره ټول ځواک بیا هم د خپل لیدلوري په لوري متمرکز کول.
ـ ویناوال، لیکوال او سپورټمین.
ـ شکر ایستونکی، پر خپل پیداښت رضایت او معجزه بلل.
ژباړه: نجیب احمد عزیزي