The news is by your side.

یونیسیار: افغانستان کې د بودجې له کمښت سره مخ یوو

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو ډلییز  استخراج د خلکو بشري وضعیت او نورې اړتیاوې سختې کړې دي.

نوموړې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري وضعیت سختیږي، نو دوی هم په بېړني ډول تمویل ته اړتیا لري.

هغې ویلي، یونیسیار په افغانستان کې د بودجې له کموالي سره مخ ده او دوی اندېښنه لري چې دا ستونزه به یې د فعالیتونو دوام اغېزمن کړي.

نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې اوس مهال زیات او کم ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان څخه په جبري ډول را اېستل شوي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance