نامعلومه وسله والو ایران کې نهه پاکستانیان وژلي
خبریال وېبپاڼه: نامالومو وسله والو په ایران کې د پاکستان پولې ته څېرمه نهه پاکستاني وګړي وژلي دي.
د ایران مهر خبري اژانس ویلي، چې یاده پېښه وړمه شپه په سراوان کې رامنځته شوې چې له کبله یې درې تنه ټپيان شوي هم دي.
په همدې حال کې په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو هم منلې چې په سراوان سیمه کې نهه پاکستاني وګړي په ډزو وژل شوي.
وژل شوي کسان د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي.
تر اوسه کومې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.
دا پېښه وروسته تر هغې رامنځته کېږي، چې تازه له ترینګلو اړیکو وروسته د دواړو هېوادونو سفیران بیرته خپلو دندو ته ور ګرځېدلې دي.
د پاکستان په خاوره د ایران له برید او بیرته د پاکستان له غبرګون وروسته دواړو هېوادونو خپل سفیران ورغوښتي وو، چې د تېرې جمعې په ورځ ناوخته د جوړ جاړي په پایله کې خپلو دندو ور وګرځېدل.
د یادونې ده چې تهران کې د پاکستان سفیر دا برید وحشیانه ګڼلی او سخته خواشیني یې پرې څرګنده کړې ده.