The news is by your side.

جنرال عاصم منیر ته د عبدالغفور لیوال پرانیستی لیک

خبریال وېبپاڼه: ښاغلی جنرال عاصِم مُنیر،
روغ اوسې.
خبر شوم، چې نن یا پرون دې ویلي: « د یوه پاکیستاني له خوندیتوب څخه ټول افغانستان ځاروې»؟!
د یوه پوځ‌مشر لپاره دا د ملتپالنې د یو اکټ په توګه ښه خبره ده، خو په خواشینۍ، چې ریښتیا نه ده.
د خپل هېواد تاریخ دې لوستی؟
خامخا به دې لوستی وي. ما اورېدلي، چې تاسو ته د «مطالعۀ پاکیستان» په نامه یو متن تدریسیږي، چې سر ترپایه دروغ دی. ښايي ځکه دې داسې درواغجنه دعوه کړې ده.
اول خو دا سپینه کړه، چې ته «پاکیستاني وګړی» چا ته وايې، دا تعریفولای شې؟
که یوازې «پنجابي او بیا د اقتصادي ګټو لپاره سېندي» ښيې، نو درواغ به دې درواغ وي، خو ښکر به نه لري، ځکه موږ خو چې وینو تاسو هره ورځ پرېمانه پښتانه و بلوڅان وژنئ. د دوی وینه کوم ارزښت نه لري، که دوی پاکیستانیان نه ګڼئ؟
په ۱۹۹۷ کې مو ایمل کاسي (میر ایمل کانسي) په څو روپۍ خرڅ کړ؟
اورېدلي مې دي، چې کوم امریکايي چارواکي خپلو مامورینو ته په غوسه ویلي وو:
« پر ایمل کاسي مو ډېرې پیسې ورکړي، پاکیستاني جرنیلان په یو لک کلدارو خپله مور هم پلوري!»
دا ریښتیا ده؟
ښه ریښتیا، ته خو به وايي، چې ایمل کاسي خو پښتون و، زه خو پاکیستانیان ښییم. ښه ورځه سمه ده د خپل تر ټولو مشر پوځي واکمن جنرال ضیاءالحق د وژل کېدو څېړنه مو وکړه؟
کوم چا د هغه د خرڅلاو خبره هم کړې وه.
پوځ دې هم چندان تاریخچه نه لري، تر ټوپک و اټوم ډېر په اسلامپلورنه چلیږي. که د اسلامي ایډیولوژۍ استخباراتي ډال دې تر مخ نیولی نه وي، د ۱۹۷۱ کال ۹۳۰۰۰ عسکر لوڅ لپړ تسلیمېدل دې د نړۍ د تاریخ د ترټولو سترې وسله‌والې تسلیمۍ ریکارډ ټینګ کړی دی.
تر یوه پاکیستاني ټول افغانستان مه قربانوه! او نه یې قربانولای شې، ته دومره وکړه، چې د زرګونو وژل شویو بلوڅانو ځواب يې میندو، خویندو، مېرمنو او بچو ته ووایه!
په قبایلي سیمو کې د وژل شویو، ورکو او (اغوا برای تاوان) پښتنو ځواب یې کورنیو ته ورکړه.
زه په اردو سم نه پوهېږم، سم نیمايي نفوس دې شپه و ورځ چیغې وهي، چې :
«یه جو دهشت گردی هی، ایس کی پیچی وردی هی!»
دغه راته مانا کړه!
په انګریزي یې مانا کړه، چې دواړه پرې پوه شو، ځکه په اردو لکه چې ته هم نه پوهېږې، که پوهېدلای، نو خامخا کوم ځواب خو به دې ورکړی و.
دا کوم وردي والا ښيي؟
هغه چې خپل نیمايي نفوس یې دهشت‌ګرد و خپل قاتل بولي، ایا هغه د خپل یوه پاکیستاني د ژوند په خاطر یو لوی افغان ملت ترې قربانولای شي؟
حیران یم حیران!
یا اعتراف وکړه، چې دا نیمايي نفوس پاکیستانیان نه دي او یا دې دغه مسخره لاپه بېرته درواخله او ځان دې خپلو خلکو ته مه شرموه.
له ایراني توغندیو خو به ځکه تېر شو، چې هلته هم بلوڅان ووژل شول ښايي هغوی تاته پاکیستانیان نه ښکاري، خو د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۶ چې امریکايي بې‌پیلوټو ستا ۲۴ سرتیري در ووژل، نو امریکا ته دې پورته وکتلای شول؟
ستا د تر ټولو حساسې پوځي چاوڼۍ په چم کې پر بن لادن د امریکا هالیوډي عملیاتو کومه نړیواله یا قامي ابرو او حیثیت درپرېښود؟
په خپل ټول پوځي تاریخ کې دې لاتراوسه یوه جګړه ګټلې ده؟ ایکي یوازې یوه؟
یوازینی شهرت دې د پښتنو او بلوڅو په وژنه کې دی او خلاص.
افغانستان تر پاکیستانیو ځارول ټوکې نه دي. د ۱۹۸۰ لسیزې په دویمه نیمايي کې دې د ننګرهار جګړه په یاد ده؟ هغه مهال افغانستان یو محاصره او جګړه‌ و ولږې‌ځپلی هېواد و، څومره پاکیستانيان یې درووژل؟
د خپلې پیاده فرقې څومره مړي دې دروړل؟ شمارلي دې وو؟
تر ۱۹۴۷ کال شاته ځکه نه‌ځو چې ستا هویت لا زېږېدلی نه و او که نه ستا اخلافو انګریزي هیندوستانیانو ته د افغانانو کیسې معلومې دي.
چېرته مې لوستي وو، چې کلونه کلونه پاکیستاني میندو خپل واړه ماشومان په دې کرارول، چې غلي شئ، که نه داود خان راځي.
زه پوهېږم، چې ګڼ خلک به راته وايي، چې لواړې لواړې خبرې ولې کوې؟
نو زه خو هرڅه لیدلای شم او ریښتیا پېژنم.
نننۍ جګړې یا په ملي لوړو ارادو کیږي یا په پیسو. چې پاکیستان همدا اوس یوه هم نه لري. ملي اراده و ولولې ځکه نه لري، چې ملت نه لري. دا د څلورو یرغمل شویو قومونو پوځي چوڼۍ ده، نه هېواد دی نه ملت. چې ملت نه وي، ملي غرور و انګېزه به له کومه شي؟
پيسې خو نو تاسو هم ګورئ، چې نشته. جګړه په اټوم او سړو وسپنو نه کیږي.
دلته یو ستر ملت پروت دی، چې تاریخ لري، هویت لري او پېړۍ پېړۍ یې تا ته په منسوبه جعلي جغرافیا واک چلولی دی.
ما اورېدلي و، چې پاکیستاني جنرالان د انګریزانو د لاس تعلیمیان دي. که د جګړو مېړنیان نه دي، خو خورا ځيرک او هوښیار وي. دې روستۍ غورې دې دا روایت هم درواغ کړ.
افغانستان پرېږده، خپل نفوس له خپلو هغو قاتلانو وژغوره، چې دا څلویښت کاله دې په خپلو استخباراتي مدرسو کې روزلي دي او سم نیمايي یې اوس هم ستا له استخباراتو تنخواه اخلي. ستا پر وګړیو هغه کسان ځانمرګي کوي، چې تا په خپلو انساني لابراتوارونو کې ماغزه ورمینځلي، د هالیوډ لوڅ لپړ فیلمونه دې ورښوول، چې نعوذبالله دا جنتي حورې درته په تمه دي. دا ځانمرګي دې خپل دي په افغانانو پورې اړه نه لري.
افغانستان هېر کړه خپلو ټاکنو ته ځير شه، چې فضل رحمان ملا ته په رایه ورکولو دې نیمايي نفوس د حوض کوثر په غاړه له پیغمبرانو سره یوځای شي (!)، له خپلو وګړیو د افغانستان قربانول هېر کړه! په خپله مقبوضه جغرافیا کې پښتانه و بلوڅ مه وژنه او که نه دا چې څه پېښيږي ورته ګورو به.
ماته خو حالات ټیک نه ښکاري جي.

ځواب ورته ورکړئ‌