طالبان تخار کې د خلکو په پیسو پل جوړوي
خبریال وېبپاڼه: تخار کې طالبان د یو پله جوړلو لپاره له خلکو په زوره پیسې ټولوي.
یو شمېر باوري سرچینو ویلي، چې دا پل په درقد ولسوالي په ایرپلي درګاد سیمه کې جوړیږي، چې له شاوخوا کلیو څخه یې طالبان په زوره پیسې ټولوي.
د دې پله د جوړېدو لپاره د طالبانو د ولسوال مولوي شمس الدين همايون له خوا پر کليوالو او هټيوالو فشار اچول کېږي، څو پيسې ورکړي.
د مالوماتو له مخې، له هرې کورنۍ درې زره او له هر هټۍوال څلور زره افغانۍ اخیستل کېږي.
طالبانو په تېر کې هم په تخار کې له خلکو څخه د پلونو، سړکونو، جوماتونو او ښوونځیو د جوړولو په موخه پیسې ټولې کړې دي.
لاهم مسوولو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.