له مينې او محبت ډک انسان/صداقت غورځنګ
څښتن تعالی د لوی وطن په دې کورنۍ خاوره دومره لوی انسانان زېږولي چې د نړۍ په کونجونو کې یې لا د عظمتونو کیسې کیږي.
که ستر خوشال یې د توري او قلم څښتن باله ، نو باچا خان یې د عدم تشدد هغه پښتون سرلاری و چې ددغه دردېدلي قام د بیدارۍ غږ یې د لر او بر افغان وطن کلیو او بانډو ته ورساوه.
هسې خو هغه یو شاعر وايي
دا پښتونخوا ده دا د میني د سندرو کور دی
زرګونه کاله ښاپېرو دلته ګډه کړې ده.
د سندرو او سندرمارو دا خوږه خاوره که د صاحب شاه صابر په څېر د ډېرو مینه ناکو، ويښو او هنر پالو انسانانو د زیږون ویاړ لري ، خو دغسې ډېرې هستۍ د اوږدو کلونو لپاره د ځمکې په سر نه زغمي. صابر لاړ، خو د هغه فکر او ترې پاتې شتمني پېړۍ پېړۍ نه مري.
صاحب شاه صابر، د پښتو ادب او قام لپاره په شوګیرو نه دی ستړی ، ځکه خو سحر ته په رسېدو پسې اوږده او ستړي مزلونه ګالي.
زرې زرې شي چې رڼا ته رسي، لمر ته رسي.
ستوري د سختو نه تېرېږي چې سحر ته رسي.
په پښتون وطن د ناخوالو ناتار له بېړیو پېړو مېلمه دی، هغه یو داسې د ښمن دی چې د ذهنیت اړلو په مادي ټابلیټ ، پښتانه ان سکه ورور هم له تېرغه تېروي، خو صابر خپل ولس ته د جنګ په پایلو تمېږي.
د سرو لمبو د غرغرو له شوره، نه دي خبر.
دا څوک چې جنګ غواړي، د جنګ له زوره نه دي خبر.
یو بل ځای وايي :
غر د پیریانو ښاپېرۍ د تورابان ورسي
زموږ د میني کیسه سر وخوري چې سرته رسي.
په ما هم هغه څوک د کفر ګواهي ورکوي
څوک چې زما په زور محراب ته ځي ممبر ته رسي.
د ارواښاد صابر ارواه به لا اوس هم نارامه وي، ځکه هغه په انسانانو کې انسان خوړونکي پېژندلي وو، خلک یې پرې خبر کړل خو لا یې چا خبره نه ده اورېدلې، ورځ کېږي او سړي خواره لا زیاتېږي.
په دې ښار کې به سړي، سړي ته ګورې
ددې ښار بلا سړي ، سړي خواره دي.
سړي خواره لا هسکه غړۍ دي او خپل وحشت او دحشت ته دوام ورکوي.
له میني جوړ او په مینه میین صابر د جانان د مخ او ایینې کیسې نیمګړې پاتې شوې، هغه په سختو لارو له ټولو هغو ښکلو لرې لاړ چې هغه بې وفا یې ګڼل.
ځکه خو په یوه خواږه غزل کې یې د خپل جانان کیسې په نازکو لفظونو تړلې وې.
خون به به مې واخلي، قاتلانې به شي.
زلفې دې مه سموه ورانې به شي.
په ايينه کې سترګې مه توره
ځان ته به وګوري حیرانې به شي.
زموږ وعدې د ښکلو څڼې نه دي
چې رنګ به واړوي ارزانې به شي.
ستا د ښایست تخم به نه ورکووم
د زړونو ځمکې دي ودانې به شي.
صابر او د هغه د لارې ملګرو پښتنو ته د بیدارۍ بلا چغې وکړې خو چا وانه ورېدې، که کله هم چا د پښتون قام د ویښتابه خبره کړې نو چا لیونی بللی، چا فلسفي او چا نور نور
د صابر صیب ستړې او پښتون قام ته کړی چوپړ یې کله هم د هېرېدو نه دی، هغه اوس نشته خو فکر یې لا ژوندی دی او وي به.
راځئ په پښتون قام کې د سر په سړو پسې ودرېږو.
زړې خبرې خو خو زړې شوې کنه.
هغه چې پښتون غواړي، وطن غواړي او ژوند غواړي نو راځئ ، نور نه پردي کېږو، یو بل ښکلوو او ملا یې تړو.
صابر صیب وايي
د ارمان په سترګو لږه شان رڼا شوه
راختونکې چرته سترګه د سبا شوه.
ارواه یې ښاده او یاد یې تل
Comments are closed.