The news is by your side.

مجاهد: د افغانستان هوايي حريم اشغال دی؛ چارواکي يوازې د حالاتو ننداره کوي

د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد په تازه څرګندونو کې پر طالبانو غږ کړی چې د په پټو سترګو د هر چا اطاعت مه کوئ.

نوموړي پرون (جمعه حوت ۵مه) د دغې ډلې د يو شمېر عسکرو د فراغت مراسمو ته وينا کې ويلي چې په پټو سترګو دې له چا اطاعت نه کوي، خدای موږ ته عقل او فکر راکړی او مکلف يوو چې په پټو سترګو له چا اطاعت ونه کړو.

مجاهد همدا راز په ټينګار ويلي د‌ افغانستان هوايي حريم اشغال شوی دی او چارواکي يې يوازې ننداره کوي.

مجاهد ټينګار کړی چې د نظامي زده کړو او پوهې په زياتولو دې له حريم ساتنه وشي.

مجاهد د خبرو پر مهال په ښکاره ډول ونه ويل چې په پټو سترګو له اطاعت يې موخه څه ده او اشاره يې چا ته ده خو طالبان په خپله خوښه يا ناخوښه د خپل مشر هيبت الله اطاعت کوي.

نوموړي همدا راز واضح نه کړه چې د افغانستان هوايي حريم د چا او کوم هېواد له لوري اشغال دی خو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان پر فضا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکول شوي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ خپل منځي اختلافات زيات شوي او وخت ناوخت د خپل مشر هيبت الله پرېکړې هم ننګوي.

Comments are closed.