The news is by your side.

برېټانيا کې سلګونه پښتنو په يوه خوله له طالبانو د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو پرانيستو غوښتنه وکړه

د بریټانیا په لوی ښار مانچسټر کې پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو او د لر او بر پښتو افغانستان کې د نجونو بندو ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره سوله ايز احتجاج ډوله غونډه وکړه.

دې غونډې ته ويناوالو پر طالبانو نيوکې وکړې او غوښتنه يې دا وه چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه ژر تر ژره پرانيزي او ښځو ته د کار اجازت ورکړي.

يادې غونډې ته له اروپا څخه هم په لسګونه فعالان د ګډون لپاره ورغلي وو د غونډې ويناوالو په يوه خوله طالبان ملامته کړل چې اسلامي پرېکړو ته غاړه نه ږدي او پر نجونو يې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي دي.

ياده غونډه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري رابلل شوې وه په اوږدو کې يې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتين په ټينګار سره دا يادونه وکړه چې پي ټي ايم به په خپلو سوله ايزو احتجاجونو سره مجبوروي چې پر نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.

ښاغلي منظور پښتين د لر او بر وطن افغانان سياست کولو ته راوبلل او دا يې وويل چې دا مهال يوازې د ستونزو حل د پي ټي ايم ملاتړ او ورسره يوځای کېدل دي.

په ياده ملي غونډه کې د موسيقۍ ترڅنګ شعرونه او يو تعداد بريټانيا مېشتو د ښوونځيو نجونو ترانې وويلې او د ولولو بڼه يې لرله.

دا لومړی ځل دی چې د بریټانیا په دويم لوی ښار مانچسټر کې په سلګونه پښتانه راغونډيږي او د طالبانو څخه د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستې او ښځو ته د کار د اجازت غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده چې د پي ټي ايم د بریټانیا کمېټې پر طالبانو غږ وکړ چې که چېرې د نجونو ښوونځي پراننيزي او ښځو ته کار اجازه ور نه کړي دوی به د خپلو لاريونونو او غونډو سلسله نوره هم پراخه کړي او د برېټانيا د پارلمان مخې ته به يو لوی لاريون وکړي.

 

Comments are closed.