The news is by your side.

له ايران وروسته ځينې نور هېوادونه هم غواړي د افغانستان سفارتونه طالبانو استازو ته وسپاري

د ايران په مرکز تهران کې د طالبانو استازو ته د افغانستان سفارت او قونسلي چارو له سپارلو وروسته يو شمېر نور هېوادونه هم نيت لري د افغانستان سفارتي کارونه د طالبانو استازو ته وسپاري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د متحده عربي اماراتو حکومت هم په پام کې لري چې په دغه هېواد کې د افغانستان قونسلي چارې د دوی د حکومت استازو ته وسپاري.

تر دې وړاندې په تهران او استانبول کې د افغانستان د سفارتونو چارې د طالبانو استازو ته وسپارل شوې او استازو يې رسماً دندې پيل کړې.

د طالبانو استازو ته د سفارتونو د سپارلو په اړه نړيوالو شننونکي دا د دغې ډلې لپاره يوه بريا بللې ده چې اوس به طالبان د افغانستان ملي بيرغ پر ځای د خپلې ډلې بيرغ پرې پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵مې د طالبانو د واکمنۍ له پيل تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو د دوی استازو ته د سفارتونو چارو سپارل دا ښيي چې يو شمېر هېوادونو د دغې ډلې د حکومت پر وړاندې خپلو دريځونو کې نرمښت راوړی.

Comments are closed.