The news is by your side.

امریکا: افغانستان کې درې زره داعش جنګیالي فعال دي

خبریال وېبپاڼه: وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د خراسان لپاره د داعش د عملیاتي مسؤل قاري فاتح د وژل کېدو خبر ورکړ، امریکا ویلي چې په افغانستان کې درې زره داعش جنګیالي فعال دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال تروریزم په اړه په خپاره کړي راپور کې ویلي چې داعش او نورو سیمه‌ییزو ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپل فعالیت زیات کړی او ترهګریزې کړنې ترسره کوي.
د خبریال وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې شاوخوا درې زره جنګیالي لري او دا ډله لاهم د یو مقاومت کوونکي دوښمن په توګه  پاتې ده.
خبریال وېبپاڼه وړاندې لیکي، چې د داعش خراسان څانګې د بهرنیو عملیاتو د مخنیوي په برخه کې طالبانو د پام وړ اقدامات نه دي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې دوی به د افغانستان په خاوره کې هیڅ بلې ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.
تر دې وړاندې بیا د روسیې د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان هم ویلي وو چې په افغانستان کې شپږ زره داعش جنګیالي فعالیت کوي چې ډیری یې په شمالي ولایتونو کې دي.
که څه هم طالبان وايي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله له منځه وړې، خو بیا هم لیدل کېږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یادې ډلې د شتون په اړه اندېښنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ طالبانو خبر ورکړی وو چې د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند شهرک ذاکرین سیمه کې یې د افغانستان او سیمې لپاره د داعش ډلې عملیاتي مسوول وژلی.

Comments are closed.