The news is by your side.

عمران خان قيمتي دولتي ډالۍ غلا او خرڅې کړي؛ محکمې يې د نيولو حکم کړی

د پاکستان پر پخواني لومړي وزير عمران خان تازه تور پورې شوی چې د خپل حکومت پرمهال يې د دولت قيمتي ډالۍ يې په پټه خرڅې کړي دي.

په اسلام اباد کې د يوې محکمې قاضي ظفر اقبال ويلي په دې اړه يې څو ځل له عمران خان غوښتي چې محکمې ته حاضر شي او ځواب ورکړي.

نوموړي قاضي ويلي عمران خان محکمې ته له حاضرېدو سرغړونه وکړه او اوس يې په ضمانت د خوشې کیدو چانس هم له لاسه ورکړ او د محکمې له لوري يې د نوموړي د نيولو امر کړی.

د عمران خان مدافع وکيل بيا له محکمې د پنځه نورو ورځو مهلت غوښتی او ويلي يې دي چې خان د دوه قاضيانو په خبره محکمې ته حاضر شوی وو خو قاضي يې غوښتنه رد کړې وه.

پاکستانۍ جیو نیوز رسنۍ هم ويلي چې عمران خان په دې اړه پرون محکمې ته احضار شوی وو خو نوموړي له ورتګ انکار وکړ او قاضي هم د عمران خان په نه شتون کې د نوموړي د نيولو حکم ورکړ.

په پاکستان کې د اوسه خانه په نوم يوه اداره چې د وخت د چارواکو ته ورکړل شوي قيمتي ډالۍ هلته ساتل کيږي خو عمران خان د سرو زرو يو ساعت او ځينې نورې قيمتي ډالۍ چې د سعودي وليعهد ورکړې وې خرڅې کړې او يا په کور کې ساتلي دي.

په دې وروستيو کې پر عمران خان د نورو ډېرو سرغړونو تورونه هم ولګول شول چې تازه پرې د غلا لګېدلي تور غوغاوې راپورته کړي.

Comments are closed.