The news is by your side.

د حوت لسمه؛ د تالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون درېیمه کلیزه

خبریال وېبپاڼه: له نن درې کاله وړاندې دتا لبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو، چې له مخې د افغانستان جمهوري نظام وپرځېد او تالبان واک ته ورسېدل.
دا تړون د ۱۳۹۸ کال د حوت په لسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملاعبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري لاسلیک شو.
د دغې تړون له مخې امریکایان په څو میاشتو کې له افغانستان څخه ووتل او د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه نېټه یو وار بیا تالبان واک ته ورسېدل.
که څه هم ټاکل شوې وه چې له دې تړون وروسته به د تالبانو او د جمهوري نظام ترمنځ د سولې خبرې پیل شي، خو تالبانو په یوه او بله پلمه د سولې له خبرو ډډه کوله.
د خبریال ویپپاڼې د معلوماتو له مخې په دې تړون کې ویل شوي چې تالبان به په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي، د امریکا ګټو ته به ګواښ نه پېښېږي، په افغانستان کې به د بیان ازادي، د نجونو د زده کړو او مېرمنو د کار حقونه خوندي وي او یو داسې حکومت به رامنځته کېږي چې ټول لوري په کې خپل ځانونه وګوري، خو اوس داسې څه نه لیدل کېږي.
که څه هم د دوحې له تړون څخه درې کاله تېریږي، خو لاهم امریکا او تالبان یو بل د دغه تړون پر نقض تورنوي.
سره له دې چې په دې تړون کې د تالبانو له لوري ژمنه شوې، چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي، خو لیدل کېږي چې اوس مهال د داعش په ګډون ګڼ شمېر ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي.

Comments are closed.