هسکه مینه کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي

ننګرهار ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي هسکه مینه ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنیت اړوند صفر دوه قطعې له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی شپږ مهم مرکزونه لمنځه وړل شوي دي .

د صفر دوو قطعې د مالوماتو له مخې په وژل شوو داعشیانو کې د دوی مهم قوماندانان او پلان جوړونکي هم شامل دي،همدا راز په تخریب شوو مرکزونو کې ګڼ شمیر وسلې،مهمات او چاودیدونکې توکې هم لمنځه وړل شوي دي .

د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .