د طالب لور جوزجان کې د پولیسو امره ده
خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان په ملي امنیتي ځواکونو کې اوس مهال تر یوه بریده د ښځو ونډه هم ښکاري او یو شمېر میرمنې اوس مهال د پولیسو، اردو او امنیت په څانګو کې دندې ترسره کوي.
د جوزجان پولیسو له لوري یو ښځینه افسره په دې ولایت کې د حوزې د سمت امره ټاکل سوې او دوی پرې باور کړی ترڅو خلکو امنیت خوندي کړي.
دا میرمن نجیبه نومیږي او د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې يې نړۍ ته سترګې غړولې د هغې پلار ډيره موده طالب وو، او د همدې طالبانو په لیکو کې جنګیده خو یو دم يې لاره بدله کړه او د قوش تبپې ولسوالۍ څخه چې پرې د طالبانو واکمني وه د جوزجان مرکز ته له خپلې کورنۍ سره راغلی او اوافغان امنیتي ځواکونو سره یوځای سو.
د پولیسو دا نوې امره نجیبه نور دلاوري نومیږي او اوس د جوزجان مرکز کې ژوند کوي.
دې پولیس افسرې ویلي له ډیره وخته يې همدا هیله وه چې د افغان پولیسو لیکو ته راسي دنده مخ ته یوسي او له دې لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي او ورسره په تماس کې وي.
که څه هم طالبان په دولتي او امنیتي بستونو کې د ښځو له کار کولو سره مخالفت کوي خو نجیبه وايي چې د ټولو ګواښونو باوجود راغلې یم او د پولیسو په لیکو کې خپله دنده مخ ته وړم.
نوموړي وايي چې په خپلو هڅو سره یې پلار هم د طالبانو له لیکو را ګرځولی او لاهم به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
تراوسه پوري سلګونه افغان میرمنې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب سوې او په دې برخه کې د خپلو کورنیو او خلکو پالنه کوي د افغان دولت له انده څومره چې د ټولنې په هره برخه کې ښځینه وو ته اړتیا سته نو همدارنګه په امنیتي ځواکونو کې هم د میرنو رول خورا مهم او اړین او باید همدې اصل ته پاملرنه وسي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان پولیسو لیکو کې یو شمېر میرمنې په لوړو بستونو کې په دندو ګمارل سوې وې چې له خپله ځاانه يې د وړتیا په ښودلو سره خپلې پوځي چارې په ښه توګه مخ ته وړې وې
Comments are closed.