The news is by your side.

افغان پوځ روزل سوی او پیاوړی پوځ دی

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د راتلوونکې په هکله اندېښنې او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د حالت د کنټرول په هکله بیلابیل نظریات موجو دي او ډیر فکرونه د افغانستان د راتلوونکي په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د پوځ لوی درستیز د افغانستان د پوځ او دې هېواد د راتلوونکې په اړه تازه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې هم ده چې د افغانستا د راتلوونکي په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي ویلي له تیرو څو کلونو را په دې خوا د افغانستان درې لکه پوځ د جګړې مشري کوي او په ښه توګه يې خپلې چارې تنظیم کړې دي.

میلي ویلي چې د افغانستان پوځ د راتلوونکي ټاکلو عامل  دی او دا پوځ خورا مجهز روزل سوی خو زیاته يې کړه چې بیا هم د دې هېواد د راتلوونکي په اړه څه نسي ویلای.

میلي د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته بیاهم د اندېښنې په توګه ویلي چې نسو ویلای افغانستان کې به څه پیښ سي خو د اوس لپاره امریکايي ځواکونه له دې هېوده وزي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشرجوبایډن او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلینکن ویلي چې د افغانستان حالات له نژدې څاري او افغانستان به د سرتیرو وتلو وروسته هم یوازي نه پریږدي.

د بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې  په ځواب کې چې د دوی له ځواکونو  وتلو وروسته به طالبان بیا راسي او واک به ترلاسه کړي وویل موږ له افغانستانه یوازي سرتیري باسو خو دا په دې معنی نه ده چې دا هېواد به یوازي پریږدو موږ به له سرتیرو وتلو وروسته هم له افغانستان سره په ټولو برخو کې خپلې مرستې جاري وساتو او هره سناریو به تعقیب کړو.

په ورته وخت کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې  لوی امنیتي تهدیدات او د خلکو اندېښنې بیا بل لوری لري هغوی فکر کوي چې د امریکایانو په وتلو سره به ښايي امنیتي تهدیدات زیات او سقوط سره مخ سي خو د افغانستان پوځي او حکومتي چارواکې بیا وايي د هر ډول حالاتو په وړاندې پوره چمتوالی لري او افغان پوځ کولای سي چې په یوازي سر د ولس اوهېوادد دفاع وکړي.

Comments are closed.