The news is by your side.

امریکا: طالبان نسي راتلای او دولت سره ولاړ یو

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا ولسمشر ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر هم خپل نظر په دې اړه چې امریکايي ځواکونه به ووزي او طالبان به یوځل بیا مسلط سي ځواب ویلی او ویلي یې دي چې افغانستان یوازي نه دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن په خپل یوه تازه بیان کې ویلي چې امریکا په افغانستاان خپل اهداف تر لاسه کړي او نور د دې وخت راسیدلی  چې خپل سرتیري له دې هېواده وباسو.

بلینکن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ستاسو په وتلو سره به بیرته طالبان واک ته ورسیږي وویل چې  موږ یوازي له افغانستانه سرتیري باسو خو دا د دې په معنا نه ده چې موږ افغانستان یوازي پریږدو موږ به له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړو او افغانستان به یوازي پرې نه ږدو.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د افغانستان په اړه تازه څرګندونې کړې د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي دوی په افغانستان کې وضعیت څاري او هېڅ ترهګرې ډلې ته به د غلط حرکت اجازه ور نه کړي.

نوموړي د بن لادن د وژلو د لسم تلین په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېده او په دې بریالۍ شوه چې د القاعده شبکې غړي او مشران له منځه یوسي او په کافي اندازه یې دغه ډله کمزورې کړې.
جو بایډن ویلي چې له افغانستان به یې ټول سرتېري وځي، ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او باید د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړل شي، څو نور دا هېواد ارام پرېښوول شي.
جو بایډن دغه راز ټينګار کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به ترهګریز فعالیتونه څاري او په خبره یې افغانستان به یې تر مستقیم څار لاندې وي او هره شېبه چې ترهګرې ډلې ګواښ جوړوي دوی یې پر وړاندې اقدام کولی شي.
نوموړي یو ځل بیا ویلي چې ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و او هغه څه یې ترلاسه کړي، چې غوښتل یې.
بایډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د چارو یو شمېر شنونکي اوس هم اندېښنه ښيي چې ښايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.

Comments are closed.