The news is by your side.

د فوځ سرتېری دا اختر تا سره کوم او ښې ډېرې چکرې درکوم

د ماشوم نړۍ

نن سهار له یو پوځي سره موټر کې برابر شوم، له چلوونکي سره په کیسو سر شو.
ویل، په شینډنډ کې یې ملګري محاصره دي، نن مازدیګر څلور بجې یې الوتنه ده، که مرستې ته یې له کابله ور نه‌شي، ټول به شهیدان شي.

کیسه یې پسې وغځوله، ویل: “نن سهار چې له کوره راوتلم، پوځي یونیفورم او نور اړین توکي مې له ځان سره رااخیستل چې په همدې وخت کې مې زوی له خوبه راویښ شو.”

پوځي کیسه کوله چې زوی یې له پښو کلک چاپېر شو او چیغې یې وهلې چې “پلار جانه، خیر دی مه ځه، اختر ته لږې ورځې پاتې دي، دا اختر له موږ سره یو ځای تېر کړه.”

پوځي زیاته کړه: “کله چې به مې زوی ته وکتل ملګري به مې په سترګو کې نېغ ودرېدل، خو بالاخره په سختي مې زوی له ځانه لرې کړ، پخه ژمنه مې ورسره وکړه او ډاډ مې ورکړ چې دا اختر به په کور کې له تا سره تېروم، ښه ډېرې چکرې به وهو.”

جګړې مخ دی ورک شه، دا ځوان به خپل زوی سره کړې ژمنه بشپړه کړي او که‌نه، ځکه تا خونړۍ او انسان خوړونکې بلا خو ډېر داسې ځوانان خپلو اولادونو ته په کړیو ژمنو کې پاتې راوستل.

خیر دی، دا ځل د دې ماشوم نړۍ مه ړنګوه، داړونکي غاښونه او څېروونکې نوکارې دې بلې خوا ته واړوه او یو پلار له خپل زوی سره په کړې ژمنه کې پاتې مه راوله. پرې چې دا ځل یو ماشوم دا اختر د خپل پلار جان په څنګ کې په خوشالۍ سره تېر کړي.

Comments are closed.