The news is by your side.

بایډن: افغانستان څارو، هېڅ غلط حرکت ته اجازه نشته

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي دوی په افغانستان کې وضعیت څاري او هېڅ ترهګرې ډلې ته به د غلط حرکت اجازه ور نه کړي.

نوموړي د بن لادن د وژلو د لسم تلین په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېده او په دې بریالۍ شوه چې د القاعده شبکې غړي او مشران له منځه یوسي او په کافي اندازه یې دغه ډله کمزورې کړې.
جو بایډن ویلي چې له افغانستان به یې ټول سرتېري وځي، ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او باید د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړل شي، څو نور دا هېواد ارام پرېښوول شي.
جو بایډن دغه راز ټينګار کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به ترهګریز فعالیتونه څاري او په خبره یې افغانستان به یې تر مستقیم څار لاندې وي او هره شېبه چې ترهګرې ډلې ګواښ جوړوي دوی یې پر وړاندې اقدام کولی شي.
نوموړي یو ځل بیا ویلي چې ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و او هغه څه یې ترلاسه کړي، چې غوښتل یې.
بایډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د چارو یو شمېر شنونکي اوس هم اندېښنه ښيي چې ښايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل شي.
خو افغان حکومت او په ځانګړي ډول ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو خلکو ته اطمینیان ورکړی دی چې د امنیتي وضعیت د مهار بشپړه تابیا لري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې عمومي امن او نظم تخریب کړي.
طالبانو بیا د افغانانو د تمې خلاف تر بل هر وخ جګړه روانه ساتلې او هره ورځ لسګونه عامو خلکو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
خلک له ښکېو اړخونو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي.

Comments are closed.