The news is by your side.

د باليووډ مشهور اداکار کورونا مړ کړ

هندي رسنۍ وایي، د باليووډ سینما مشهور اداکار او تقاعد شوی پوځي بکرم جیت کنورپال هم د کورونا وبا له له کبله خپل ژوند وبایله.

کورنپال د پوځي دندې سربېره د بالیووډ سینما مشهور اداکار و چې د ۵۲ کلنۍ په عمر کې د کورونا ناروغي له کبله مړ شو.

نوموړي په ۲۰۰۲ کال کې د هند پوځ څخه تقاعد ترلاسه کړ او په ۲۰۰۳ کال کې يې په فلمونو کې کار شروع کړ.

د معلوماتو له مخې، بکرم جیت هغه له کوچنیوالي څخه د فلمونو سره مینه وه چې له پوځي دندې وروسته یې ځان دې هدف ته رسولی و.

د بالیووډ دې فلمي اداکار په ډېرو مشهورو فلمونو او سریالونو کې کار کړی و.

هغه د بالیووډ مخکښ او هټ فلمونو لکه پيج ۳، اراکشن، پریم رتن دهن پایو، جب تک هی جان، ۲ سټیټس او نورو ډېرو فلمونو کې رول لوبولی و.

د بکرم جیت کنورپال وروستی فلم “دي غازي اټېک” و، چې مرکزي کردارونه پکې رانا دګوبتي او تاپسي پنو لوبولي و.

د بکرم جیت په مړینه د باليووډ مشهورو اداکارانو غمرازي ښکاره کړې ده او دا يې د هندي سینما لپاره ضایع بللې ده.
ړ کورونا ويروس په دې څپه کې د هند ډېری وګړي مړه شوو او اوس هم هلته کورونا ښه په کش کې ده.
راپور: ع.ځلاند

 

 

Comments are closed.