fbpx

ولسي جرګه: حکومت دې اجازه نه ورکوي چې د کندز او غزني ناوړه وضعیت تکرار شي

د افغانستان ولسي جرګه له حکومت او په تېره له امنیتي او دفاعي ارګانونو غواړي چې د ولایتونو امنیت ته جدي پام وکړي.

د افغانستان ولسي جرګه د هېواد امنیتي ستونزو ته په کتو وايي، حکومت دې اجازه نه ورکوي چې د کندز او غزني ولایتونو ناوړه وضعیت بیا تکرار شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار چې د شنبې په ورځ يې د جرګې مشري کوله، په ځینو ولایتونو کې یې د امنیتي ستونزو په اړه د ځینو وکیلانو د اندېښنو له څرګندونو وروسته له حکومت او په تېره له امنیتي او دفاعي ارګانونو وغوښتل چې دغې مسئلې ته جدي پام وکړي.

امیرخان یار وویل:

“وکیل صاحبانو چې د فاریاب، د هرات ولایت شینډنډ او ځینو نورو ولایتونو پر ناامنیو اندېښنې وښودې، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې هغو ولایتونو ته چې پخوا په امن کې وو او اوس د ناامنیو په لور روان دي، جدي پام وکړي.”

دا په داسې حال کې ده په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازو خبرداری ورکړ چې که د دغه ولایت ناامنو ولسوالیو ته توجو ونه شي، خلک به یې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

دوی ادعا وکړه چې د یاد ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د وسله والو مخالفینو د امنیتي ګواښونو له امله خپلې سیمې پرې ایښي او د ولایت مرکز ته کډه شوي دي.

همداشان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پر ناامنیو بحث وشو.

په دې وروستیو کې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په لاس د یوې امنیتي پوستې د سقوط په پېښه کې د ملي اردو ځواکونو ته درانده تلفات واوښتل.

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوال حکمت الله حکمت ویلي چې په دغه پېښه کې د ملي اردو ۱۴ عسکر وژل شوي او شل طالبانو له ځانونو سره اسیر کړي دي.

په وروستیو کلونو کې د غزني، کندزاو فراه ولایتونه د وسله والو مخالفینو د بریدونو او د دوی او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهدان وو چې د راپورونو له مخې، په دغو ناامنیو کې ملکي او پوځي کسانو ته تلفات اوښتي وو.

خو اوس د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفینو پرضد د پراخو عملیاتو خبرې کوي او ډاډ ورکوي چې د هېواد امنیتی وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.