The news is by your side.

د لوګر تر پرونۍ خونړۍ پېښې وروسته!کومې لارې لرو او کوم لوري لرو؟؟

خبريال ويب پانه/ د لوګر د پروني ماښام تر مرګوني لوبې وروسته يواځې لوګر نه، ټول ولس د وير په ټغر ناست دى!

د لوګر پېښه به په يوې يا دوو ورځو کې هېره کړو ځکه چې د لوګر له پېښې به د ولس د پام اړولو د پاره نورې ورته، تر دې لوېې يا تر دې وړې پېښې وشي، په افغانستان کې د مرګ د پاره خلک ډېر دي، هر ژوند د مرګ امانت دى خو زمونږه دا ژوند د مرګ نېکنې او ميراثي امانت دى چې کله د مرګي د دلالانو او د دې ښامار جنګي مافيا زړه وغواړي نو اخلي مو، پرون ېې په لوګر کې د وينو لوبې وکړې نن ېې په کابل کې د اسلامي پوهنتون استاد په ناپېژندلو وسله والو مړ کړو دولت به ېې اوس پړه د طالبانو په ترهه ګرو کړيو ورغورزوي او طالب به دولت په اوسني وحشت او د ولس په مرګ پړ وګڼي، د سهار د شپږنيمو بجو غونډې به همداسې ښې په درز کې کيږي نښې او مډالونه به ويشل کيږي د ښځو د حقونو د پاره به سرې او نارنجي کرښې راښکل کيږي شنه غورځنګونه به غوړيږي، زابل، هلمند، کندهار، کنړ، پکتيا او ټول افغانستان به ورانيږي، عليپور به څرخۍ ولي ځوان افسران به وژني بيا به بهسودو ته دولتي مرستې رسيږي طالبان به غله ځوړندوي وږې خولې به مړۍ نه لري خو وږي لاسونه به د غلا په تور له مړونده پرېکيږي له ژوندي هلمندي عسکر نه به په ماين الوتې پښه پرې کړى کيږي او د شهيدانو او معلولينو له وزارته به پېسې وځي، کورونا به څپې وهي، څلور نيم کيلو غنم به د ستر ولسي رزق له څکلي ويشل کيږي، له ملي دسترخوانه به د يو څو لويو لستوڼو په غونډو منډو خولو کې غوړې ژېړې راښکل کيږي، سيګار او ملګري ملتونه به مو کله درې ديرش سلنه بل کال له د لوږې په اټکل کې وژني او کله پوره نيمه!

او په دې ډول به دلته لوږه پالل کيږي، دلته به مرګ پالل کيږي او چرته يو نيم به را په کې موړ وي او يو نيم به ژوندى وي او د دې يو نيم موړ د لاغتېدو او څربېدو او د يوه نيم ژوندي د زر کلن ژوند د پاره به کور په کور د چاڼيزو بريدونو مشورې ورکوو هغه چاڼيز بريدونه چې مړي او ياغيان پرې ډېريږي او هم هلته پرې ډېريږي چرته چې د دې هيواد ورانونکي غواړي چې ډير شي!!

او له بده مرغه به دا د وينو، مرګونو، بمونو، مارشاليو، مډالونو، څوکيو، له فنډونو نه د غلاو او د وږو غلو او تشو نسونو د ګناه کارو د لاسونو او څټونو د ماتولو او پرې کولو لوبه، همداسې روانه وي، هره ورځ به د جنګ دواړه غاړې يا خپل غازيان وياړي او به خپل شهيدان ژاړي او د جنګ دواړه خواوې به د هغو اتلانو خواوې وي چې نور به هيڅ نه شي کولى تش ولس به وژني او ولس به داړي:

خدايزده څنګ به په محشر کې خداى ته ګوري

ولس شرمي، ولس مرګي، ولس خوري

ولې د وينو دا چينې به ددې وږي شګلن ژوندانه په دښتو کې تر څو راسپړو تر څو به مو دا شېرمخان او ليوان خوري او مونږه به د پسونو او ګډانو ولس يوو – قربانۍ ته تيار!

يا د يوه غله، ولس مرګي او افغان مرګي نظام په پښو کې او يا د يوه داسې امارت په پښو کې چې له پرونه ېې دولسي ويرو او وحشت کېسې زيږي او دسبا ېې پته نه لګيږي.

نو څه به کوو يا څه وکړو چې دا د مرګ اوږده ورځ مو پرې رالنډه شي؟؟

نو راځئ چې لومړې خو له زړه نه دا وګڼو چې افغان ولس لا دومره هم په قحط الرجال نه دى اخته شوى چې يا دې له فساده د دې رنځ وهلي نظام له سره وګرځي او يا دې د هغو وسله والو طالبانو له سره، چې له بده مرغه يو شمېر ېې نن هم د ”ميم زر ما، ټوله زما په سر مير“ اخته دي.

افغان ولس هم لکه د نړۍ نورو ولسونه د يوه ولسي نوښت په توګه ولسي خوځښت ته راوتلى شي او دا ولسي خوځښت د داسې يوې ولسي مشورتي خو واکمنې جرګه ګۍ په بڼه کېدلى شي چې راتلونکو ملي ټولټاکنو ته لار جوړه کړي او دا لاره په دوو ډولونو جوړېدلى شي:

الف: يا دې دا جرګه ګۍ د دواړو جنګېدونکو خواو ترمنځه منځګړې شي او د حکم په توګه دې ځان له واک ورکړي چې پړه ته پړ ووايي او وړ ته وړ!

او چې کومه غاړه يا په کومه غاړه کې کوم تور مخې جنګ غواړي هم هغه تور مخې يا هم هغه غاړه دې افغان ولس ته، اسلامي نړۍ ته او پاتې نړۍ ته وروپېژني او ښه څرګند دې د هغې بلې خوا سره ودريږي کومه خوا يا د کومې خوا ډېر ښاغلي چې سوله او امن غواړي. او په دې ډول دې يوه سوله ايز راتلونکي ته لار جوړه کړي

ب: يا دې همدا منځګړې جرګه ګۍ د يوه منځمهالي دولت په توګه رامنځ ته شي داسې دولت چې ټولو نړيوالو، ملي او اسلامي ارزښتونو ته پتمن وي ملي ادارې لکه دملي دفاع وزارت، او د کورنيو چارو وزارت او پوليس دې روغ وساتي، ملي امنيت دې ملي کړي او د يوې ولسوالۍ او يوه توکم له خونړو پنجو دې وباسي او د ټول ملت تر څنګه دې د طالبانو د پاره هم د منلو وړ کړي، د دې سره دې دا منځمهالى دولت د فردي، ولسي او ګوندي خپلواکيو د سلامتۍ د هوډ او ژمنې لوړه وکړي داسې لوړه چې نړۍ، ګاونډيانو، لږکيو او ډېرکيو، ټولو ته د باور او قناعت وړ وي.

دا دې داسې دولت وي چې قانون دې، دروند او بر لاسې وګڼي نه ټوپکواکي او زورواکي!

د طالبانو هر زنداني دې ازاد کړي له هر توره لړه دې د طالب مشرانو نومونه وايستل شي د طالبانو ټول جنګيالي دې د افغان ملي اردو برخه يا د يوه ځانګړي ملي ګارډ په توګه ومنل شي.

د فساد، بډو، زياتي، وسله والې زورواکۍ او د واک د ناسمو کارونو پراخې او ژورې پلټنې دې د سياسي غچ په توګه نه بلکې د داسې واکمنو محاکمو د لارې وشي چې په لويه کې په عدل او اسلامي قضا جوړې شوې او درېدلې وي، د افغانستان له يوه سره تر بله سره دې اوربند اعلان شي او له نړيوالې ټولنې، ګاونډيانو او اسلامي هيوادونو دې وغوښتل شي چې دا نوي لنډ مهالى دولت د افغانستان د واحد او يواځيني رسمي دولت په توګه ومني.

ج: د داسې ولسي ملي جرګه ګۍ غړي دې د سياسي تقوا په منل شوو آرو پوره وي او د ساهو افغان ټبرو د هر توکم، مذهب او دين غړي دې د دې توکمونو د ملي سلنې سره سم په کې وي.

د: که چرته دا ډول جرګه ګۍ نوى دولت جوړوي نو دا دولت به:

١- لږ وختى وي يانې له يوه تر دريو کالو پورې به وي

٢- د دې دولت هيڅ مشر چارواکى به، له وزير او والي واخله تر مرستيال وزيره او مستقل رئيسه، تر لوى څارنواله، د درې ګونو محاکمو تر مشرانو او د افغانستان بېنک تر رئيسه پورې تر راتلونکو پنځو کلونو، په هيڅ لوړ او زواکمن دولتي پوسټ نه راځي او نه به د راتللو اجازه او هوکړه ولري.

٢- د داسې يوه دولت مشرۍ ته هم ځينې نومونه اخستلى شو چې لږ تر لږه زه ېې په ملي تقوا کې هيڅ شک نه لرم او چې وخت راغى نو په جار د داسې ښاغلو نومونه هم اخستلى شم او باور لرم چې د ولس لويه برخه په دې نومونو سلا کېدلى شي ځکه چې دا ټول ښاغلي نه د اوسني دولت برخه ده او نه د طالبانو د صفونو جنګيالي! بلکې دوى لکه ګڼ نور افغانان د ملي تقوا تر څنګه په ملي درد او ملي پېرزو هم سنبال دي دوى د واک وږي نه دي د اسلامي او نړيوالو قوانينو او د ملي ارزښتونو سره بشپړ بلد دي او په خپل ولس خوږيږي.

نو افغان ولسه!

دا ستونزه که تاسو اواره نه کړه او اوس مو اواره نه کړه او د لاسه تر خولې درغلې غوټه مو پرا نه نيسته نو ياد ساتئ چې همداسې به مرو او همداسې به مو هره ورځ د يوه نوي لوګر په خونړي او مرګوني ماښام شپه کيږي.

ډاکټر محمداکبر اکبر

( دا ليکنه افغان تاريخ ته زما يو بل پاتې کېدونکى نوټ دى)

Comments are closed.

koi finance