The news is by your side.

د افغانستان سهيلي ولايتونو امنيت ته بايد جدي پاملرنه وسي

خبريال ویب پاڼه/ د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو اعلان وروسته هغه اندېښنې چې د امنيتي تهديداتو ډيروالی او د دولت کمزوري ده د اندېښنې وړ موضوعات دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان سهيلي ولايتونو کې امنيتي تهديدات سوي او نژدې هره ورځ پکښې درنې جګړې رامنځته ته کيږي.
د‌ زابل غزني فرا کندهار او نژدې ولايتونو امنيتي وضعيت همدا اوس تر لوړ ګواښ لاندې دی او خلک یې خورا په اندېښنه کې اچولي.
راپورونه وايي چې تيره شپه د کندهار په يو شمیر شمير سيمو او همدارنګه د زابل مرکز کلات کې درنې نښتې رامنځ ته سوې چي پر مهال يې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته تلفات هم اوښتي دي.
له زابله راپورونه وايي چې تيره شپه د کلات ښار دننه امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې سوې او طالبان د مرکز کلات يوه کلي ته رسيدلي وو هلته يې د خلکو دروازې ور ټکولې او چسپکي ماینونه يې ورته دروازه کې ايښي وو.
همدارنګه د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ او يو شمېر نورو سيمو کې نښتې او هدفي وژنې رامنځ ته سوې په ورته وخت د فراه امنيتي وضعيت تر ګواښ لاندې او ښايي جګړې رامنځته ته سي.
ويده مسولين
که حالات همداسې دوام وکړي نو ورځ تر بلې امنيتي کړۍ تنکيږي او داسې ويري موجودي دي چې ډيری سيمې سقوط ونکړي، خو د دې ټولو خاطراتو او ګواښونو باوجود بياهم مرکزی دولت کوم اقدام نکوي او په لوی لاس غواړي چې ستونزې زياتې کړي.
پوښتنه داده چې دوی په څه اخته دي دوی څه کوي ولې د دې ولايتونو په هکله کوم کوټلی اقدام نکوي؟ تراوسه پوري کورنيو چارو دفاع وزارتونو او ملي امنيت رياست سر لاهم نه دي خلاص کړی چې څه بايد وکړي.
په دی ولايتونو کې خلک هم خپل راتلونکي ته اندیښمن او وايي چې دولت دي د دې وضعيت مخنيوي وکړي او د امنيت د تامين لپاره دي لاس په کار سي.
که څه هم په ولايت دننه امنیتي ځواکونه له طالبانو سره جنګيږي او اجازه نه ورکوي چې خپلو موخو ته ورسيږي خو د دې ځواکونو د تجهيز او مرستې لپاره بايد دولت پوره چمتوالی ونيسي، او د امنیتي ګواښونه پرمهال یې باید هر اړخيزه ملاتړ وسي.

Comments are closed.