The news is by your side.

غني د پاکستان او طالبانو د اړیکو په هکله جالبې کړې

خبریال ویب پاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونې کې د افغان سولې او نویو تحولاتو د رامنځ ته کیدلو په هکله خبرې کړې او د پاکستان او طالبانو له اړیکو يې هم پرده پورته کړې.

ولسمشر غني پاکستان تورن کړی چې  له طالبانو سره اړیکي لري او د تنظیم په برخه کې ورسره یو لوی سیسټم مخ ته بیايي هغه ویلي اوس هم طالبان پآکستان کې دي.

نوموړي له شپیګل ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې یادې څرګندونې کړې دي ولسمشر د هغې پوښتنې  په ځواب کې چې د پآکستان حکومت د طالبانوو پر جګړې پر جګړې څه تاثیر لري؟ وویل: پاکستان د طالبانو د ملاتړ یو منظم سیسټم مخ تهه وړي طالبان په پاکستان کې تجهیز او تمویلیږي او همدرانګه جلب او جذب هم په هلته کوي.

افغان ولسمشر د هغه دریو سیمو چې اوس د پاکستان تر ولکه لاندې دي یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې د طالبانو د پریکړو کولو د بیلابیلو جوړښتونو نومونه د کوېټې شورا، د میرام شاه شورا او د پیښور شورا دي دا نومونه د هغه ښارونو دي چې اوس طالبان پکښي میشت دي دوی د پاکستان له دولت سره ژوره اړیکه لري.

که څه هم د پاکستان لوی درستیز جنرال باجوه څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی او غني یې له خبرو راضي وو، خو بیا یې هم ویلي چې پاکستان له طالبانو او د هغوی د تجهیز په برخه مې کار کوي.

هغه وویل چې باجوه د طالبانو د امارت له بیا راتګ سره مخالفت کړی او هغه يې د سیمې د هېوادونو او دوی په ګټه نه دی بللی ولسمشر په دې مرکه کې د پآکستان او طالبانو په هکله خبرې کړې.

ولسمشر له طالبانو سره د امریکا د هوکړې د یو شمېر مواردو په یادونه وویل چې موږ ته دوی وویل چې دا چارې به مو سولې کولو ته نژدې کړې خو موږ وویل چې بریدونه ډیر او تاوتریخوالی کم نه بلکې  زیات سو، او هیله لرم چې نړیوال همکاران له دې سبق واخلي.

که څه هم افغان دولت تر اوسه د پاکستان په وړاندې متحد سیاست نه دی غوره کړی خو ښکاري چې د پاکستان په وړاندې اوس یو ږغ متحدوالی رامنځ ته سوی او مجبوره به کړل سي چې د سولې لپاره یوه چاره وکړي

Comments are closed.

koi finance