The news is by your side.

په طالبانو بې باوري؛ ښایي امریکایان تر ټاکلې نېټې مخکې ووځي

خبریال وېبپاڼه / اسوشټېډ پرېس خبري اژانس لیکي، چې ښایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ او ټول ځواکونه تر وخت مخکې ووځي.
اسوشټېډ پرېس خبري اژانس دغه څرګندونې د یوه امریکایي چارواکي د نامه نه ښودو په شرط په خپل یوه راپور کې نشر کړې دي.
یاد چارواکي اسوشټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ښايي د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د جولای په لومړیو ورځو کې بشپړ او ټول ځواکونه ووځي.
دده په خبره د امریکایي ځواکونو او قراردادیانو د وتلو بهیر په چټکۍ مخ ته روان دی نو له همدې امله به تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړېږي.
دا چې امریکايي ځواکونه ولې تر وخت مخکې وځي، بېلابېل دلایل شتون لري، خو د شنونکو په باور، امریکا طالبان یوه بې باوره ډله بولي، ځکه خو یې تر وختت مخکې د خپلو ځواکونو د ایستلو تابیا نیولې، چې هسې نه بریدونه پرې پیل شي.
که څه هم امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره سلګونه سرتېري، بېلابېل ډوله جنګیو سایل او مهمات راوړي، خو بیا هم په طالب ډلې باور ځکه نه لري، چې دوی په هېڅ څه بندوبار نه لري او په یو ډول ښايي د ځواکونو د ایستلو پروسه مخکې کړي.
بل خوا د سیمې ځینو هېوادونو یو ځل بیا د امریکایي ځواکونو پر غیر مسوولانه وتلو اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې داسې سر به خوده ایستل ښايي افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي.
دوی اندېښنه لري چې ښايي د امریکايي ځواکونو تر ایستلو وروسته طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي او یو ځل بیا جګړې شدیدې کړي، چې مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي چې د امریکایي ځواکونو غیر مسوولانه وتل به د سولې پروسه زیانمنه کړي او په سیمه کې به د ترهګرۍ ګواښ ډېر کړي. هغه تمه ښودلې چې د سولې خبرې ژر یوې پایلې ته ورسول شي.
خو امریکا بیا وايي چې د خپلو سرتېرو تر ایستلو وروسته هم سیمه له نږدې څاري او د طالبانو په شمول به هېڅ ترهګره ډله ورانکاره فعالیتونه ترې ترسره نه کړي.

Comments are closed.