The news is by your side.

“د جګړې د دوام مسوولین طالبان دي”

خبریال وېبپاڼه / سره له دې چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې افغان حکومت او طالبانو اوربند کړی و، خو اوس د اختر له تېرېدو سره سم بیا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې جګړې زور اخیستی دی.
له دې ډلې په هلمند، کندهار، لوګر، بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ شدیدیدې جګړې پيل شوې دي، چې عامو خلکو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وضعیت یو ځل بیا له کور دباندې د نړۍوالو غوسه پارولې او د جګړې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی او هڅه کوي چې طالبانو د سولې خبرو دوام او د ترکیې غونډه کې ګډون لپاره وهڅوي.
دوی په طالبانو بې باوره دي او دا اندېښنه ښيي چې هسې نه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته یو ځل بیا افغانستان د ترهګرۍ په ځاله بدل کړي، چې دا یوه پر ځای اندېښنه ده.
د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانکړي استازي ریچارډ اولسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان د سولې خبرو ته ژمن نه دي؛ نو د سیمې هېوادونو دې پر دوی فشار راوړي؛ تر څو نور له تاوتریخوالي لاس په سر شي.
نوموړی افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مسوولین طالبان ګڼي او زیاتوي، چې طالبان اوربند نه مني او بېګناه ملکي خلک وژني، ځکه په خبره یې، افغان ځواکونو اوس تکړه شوي او طالبان ورسره د مخامخ مقابلې ځواک نه لري.
اولسن پاکستان ته په اشارې ویلي، چې یاد هېواد پر طالبانو نفوذ لري؛ نو یاده ډله دې د سولې خبرو ته وهڅوي، څو تاوتریخوالی صفر او د سولې بندې دروازې پرانیستل شي.
ده ده په ویناه طالبان اوس هم د سولې خبرو ته په رښتینې ټوګه تیاری نه لري؛ ځکه د سولې خبرې له ننګونو سره مخ کوي او ډول ډول بهانې کوي.
ب تر دې وړاندې هم د سیمې هېوادونو له پاکستان څخه غوښتي و، چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي، خو دغه هېواد تر اوسه دې برخه کې ښه نیت نه دی څرګند کړی.
سیمه او نړۍ پر دې باوري ده، چې طالبان او پاکستان پراخې اړیکې لري او یاد هېواد له طالبان مالي ملاتړ کوي.

Comments are closed.