The news is by your side.

طالبان د سولې خبرو ته ولې ستنیږي؟

خبریال ویب پاڼه/ که څه هم د سولې وروستۍ هڅې روانې دي ترڅو طالبان چمتو کړي چې د سولې میز ته کښېني خو  دې ډلې بیا له مذاکراتو مخکې ویلي وو، چې جګړې ته به دوام ورکوي.

طالبان ځکه نور د سولې خبرو ته ستنیږي چې سر يې خلاص سو چې  نور د جګړې له لارې نسي کولای بریا تر لاسه کړي ځکه امریکا وزي هم نو له دولته ملاتړ ته دوام ورکوي

خو راپورونه وايي چې وسلوالو طالبانو جدي مذارکاتو کولو ته ځان چمتو کړی او غواړي چې د ترکیې غونډې کې په ګډون کولو سره د دوحې مذاکرات پریکړییز کړي.

دې ډلې ویلي چې د ترکیې کنفرانس کې به ګډون کوي خو د مذاکراتو پایله باید د دوحې په هوکړه کې باندې پریکړه وسي دوی د دوحې خبرو باندې هم ټینګار کړی.

یو شمېر سرچینو ویلي چې طالبان ښايي د خبرو د جدي پیل په موخه دوحه کې خپلو نورو غړو سره یوځای له افغان دولت سره جدي مذاکرت پيل کړي.

تراوسه پوري که څه هم د سولې خبرو څرک پیل څه نه مالومیږي خو د اختر په دویمه ورځ د افغان مذاکراتي پلاوي  او طالبانو  پلاوي ترمنځ یوه کتنه ترسره سوې  وه هغوی هم په خپلو لیدونو کې ټینګار کړی وو، چې تر اختره وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيل کوي او دوام به ورکوي.

تراوسه پوري که څه هم لا افغانستان کې د جګړې اور نه دی مړ سوی خو داسې تمې سته چې جګړه به لږ او د جګړې د ختم لپاره به پر خبرو تمرکز زیات سي ترڅو عام افغانانو ته زیان وا نه وړي.

امریکا وزي خو پر جوړ يې فکر کړی.

د امریکا وروستۍ هڅه همداده چې د افغان سولې په برخه کې له دې  وروسته رښتیني هڅې وکړي ځکه همدا مجبوریت تر څو یوه روغه جوړه وکړي  امریکا ویلي چې د افغانستان جګړه پای ته رسوي خو هڅه به یې دا وي ترڅو د افغانستان مسله د خبرو له لارې حل کړي.

افغان دولت هم څو ځله له طالبانو وغوښتل چې د جګړې له لارې نه بلکې د خبرو له لارې دي راسي او د سولې میز ته دي کښیني ترڅو ټولې غوښتنې يې منل سي.

افغان ولسمشر پاکستان هم لارې ته راغلی وښود او زیاته يې کړه چې پاکستان ورته ډاډ ورکړی چې نور په افغانستان کې د اسلامي امارت د راتللو ملاتړ نه کوي او د امارت بیرته راتګ د دوی او سیمې په ګټه نه دی.

Comments are closed.