The news is by your side.

د ناټو نوې پریکړه دریو برخو له افغانستان سره همکاري کوي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان په اړه ناټو نوې پریکړه کړې او دی به دا پریکړه د خپلو سرتیرو او امریکایانو له وتلو وروسته عملي کوي او په هغې پریکړې سره به افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکوي.

د ناټو د نوي اعلان له مخې چې دوی به له افغانستان سره د همکاریو نوی فصل پرانیزې او له دې وروسته به ورسره پر هغه محور مرستې  کوي.

ینس سټولټبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې چې په فرانسه کې يې نن د دې ولسمشر سره د لیدنې پرمهال ترسره ړکې د افغانستان او عراق هېوادونو کې د ترهه ګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړې او پریکړه ترسره سوې.

سټولټنبرک د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي چې له افغانسستانه د سرتیرو وتلو وروسته بل فصل یاهم نوی پیل کوي او په دریو برخو کې به د دوی مرستې باقي وي، چې لومړی يې دافغان ځواکونو د وړتیا لوړولو او مشورې ورکول  دي او همددارنګه مالي مرستې  دي مالي ملاتړ به يې کوي او دویم انتخاب هم  د افغان ځانګړو له افغانستانه بهر روزل نظامي زدده کړې تجهیز دی او دریم يې هم د کابل هوايي ډګر لپاره د بودجې برابرول اوتمویل دی.

ناټو پر داسې مهال د خپلو تازه پریکړو یادونه کوي چې تازه داسې ګنګوسې دي چې امریکا د خپلو سرتیرو وتولو وروسته افغانستان ته نژدې ډیورنډ پوري غاړې لويي پوځي اډې جوړوي.

امریکا هم ویلي چې د خپلو سرتیرو وتلو وروسته به داسې ځای خپل سرتیري ځای پر ځای کړي چې وکړای سي افغانستان و څاري او له ترهه ګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت تیره ورځ اعلان وکړ چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او په یوازي سر کولای سي چې د افغانستان او خلکو څخه ساتنه وکړي، په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د افغانستان په بیلابیلو ولایتونوکې درنې نښتې وسوې چې د تاوتریخوالي له زیاتولو وروسته د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو طالباو ته وویل چې باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره دي هڅې وکړي ترڅو د افغان ملت غوښتنې ته ځواب ویل سوی وی، طالبان به د سولې خبرو ته په ژمنتیا د ترکیې کنفرانس کې هم ګډون کوي

Comments are closed.

koi finance