The news is by your side.

عام افغانان: د دوحې دفتر بايد وتړل شې 

خبريال ويبپاڼه /په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو عامو افغانو انلاين کمپاين پيل کړی چې  په قطر هېواد کې د طالبان د قطر سياسي دفتر بايد وتړل شې. 

دغه کمپاين چې په ټولنيزو رسنيو کې پيل شوی دی يوازي پر ټوټير تر ۲۴ زره زياتو افغانانو د دوحې دفتر دې بند شې هشټګ کارولی دی.

د کمپاين چلونکې افغانان وايې چې د طالبانو د قطر دفتر د سولي لپاره نه  بلکي طالبان ترې د ترهه ګريزو موخو لپاره کار اخلي.

په دغه کمپاين کې چې په ټولنيزو رسنيو کې پيل شوی عام افغانان ،سياستوال او د مدنې ټولنو غړو پکې برخه ګډون ګړی دی.

ياد کمپاين کوونکي وايې چې د دوحې دفتر د افغان سولې لپاره هيڅ کار نه دی کړی د هغوی بلکي د قطر هيواد په دوحې کې د طالبانو له خوا د فتر له پرانستلو وروسته جکړې لا زور نيولي او هره ورځ په زرګونو افغانان شهيدان، ټپي او بې کوره کيږي.

په دغه کمپاين کې چې په انلاين توګه پيل شوی د افغان حکومت د رسنيو د دفتر مشر دوا خان مينه پال هم کډون کړی دی.

ښاغلي مينه پال په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې طالبانو ياد دفتر دسولي په موخه نه بلکي د خپلو سياسي اهدافو مالي ملاتړ په موخه پرانستی دی.

په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو سياستوالو هم د دوحې د دفتر د تړل کيدو په اړه تبصري کړي او ليکلي يې دي چې د دوحې دفتر بايد وتړل شي ځکه د هغوی په خبره چې ياد دفتر په څو کلونو کې د افغان سولې لپاره هيڅ کار نه دی کړی بلکي له پرانستلو وروسته جګړې لا زور نيولی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې عام افغانان د طالبانو د دوحې دفتر د بنديدو غوښتنه کوي بلکلي څه موده مخکي ګڼو افغانانو له نړيوالو څخه غوښتي وي چې ياد دفتر بايد وتړل شي.

بايد وويل شي چې عام افغانان او سياستوال په داسي حال کې  د دوحې دفتر د تړل کيدو غوښتنه کوي چې د سولې خبرې په ټپه ولاړي او په افغانستان کې جکړې زور نيولی دی تازه د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کې جګړه روانه ده چې افغان حکومت او طالبان يو بل ته د درنو تلفاتو ادعاوې کوي.

بل د افغانستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي زلمي خليلزاد په افغانستان کې د جکړې په زياتيدو انديښنه ښودلي او طالبانو ته يې خبرداری ورکړی چې که دوی جکړه ونه دروې له نړيوالې انزوا سره به مخ شې.

Comments are closed.