The news is by your side.

محمود خان طالبانوته: د افغانانو نسل وژنه بنده کړئ

خبریل ویب پاڼه/ په کویټه ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزي په خپلو نویو څرګندونو کې د افغان جګړې په هکله د اندېښنې په ښودلو له طالبانو د جګړې دردیدلو غوښتنه کړې.

هغه ویلي افغانستان کې دي طالبان د افغانانو له نسل وژنې لاس واخلي او د سولې لورته دي ولاړ سي، هغه د افغانستان جګړه خورا خطرناکه بللې او زیاته کړې يې ده چې دا هغه جګړه ده چې ټولې نړۍ پکښي برخه اخیستې خو لاهم نه ده خلاصه سوې.

ده د افغانستان ګاونډیانوته په اشارې وویل چې پرې فشارونه باید زیات سي ترڅو د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي او که چیري داسې ونه سي نو د افغانستان د نامنۍ له امله به پاکستان ایران او ان هندستان هم د امن خاوند نه سي.

اڅګزي د پښتنو په وړاندې د خراب وضعیت یادونه وکړه او ویې ویل چې په نړۍ کې د قوانینو له مخې اوس حیوانات لا په شما ښکار کیږي خو د پښتون نسل وژنه روانه ده.

د نوموړي له انده هغه وخت به نړۍ او افغانستان امن کیږي کله چې له افغانستان د ګاونډيانو د مداخلې لاس لنډ او افغان ځواکونه تکړه او پیاوړي سي.

هغه په خپلو خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علی وزیر د زنداني کیدلو په هکله هم غبرګون وښود او زیاته يې کړه چې وزیر په رښتیا ویلو باندې زنداني او سزا ورکول کیږي که چیري هغه خوشي نه سي نو موږ د هغوی له ملګرو سره یوځای کیږو او خپل  ږغ لوړوو.

په عمومي ډول محمود خان د پاکستان هغه اقدام ته چې پر ډیورنډ باندې اغزن تار تیروي غبرګون وښود او زیاته يې کړه چې د دوی دا هڅې پښتانه قومونه یو له بل سره نه سي بیلولای.

پاکستان کوښښ کوي  چې د ډيورنډ کرغېړنې  کرښې باندې ازغن تار تیر کړي او د لته میشت  یو قوم دوه ټوټي کړي خو پاکستان به په خپله دې موخه کې هیڅ کله بریالی نه سي.

محمود خان پر داسې مهال د طالبانو جګړې ته غبرګون ښودلی چې تازه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو ې درنې جګړې روانې او پرمهال يې ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Comments are closed.