The news is by your side.

پنټاګون: افغان ځواکونه اتلان دي د دوی  تازه دريځ څه دی؟

خبریال ویب پاڼه/ که څه هم د امریکا د سنا مجلس د دفاعي کمېټې غړو د امریکا پر هغه جنرالانو چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي نیوکې وکړي او ویې ویل چې د دوی پوښتنو ځواب نه وايي ځکه دوی د افغانستان د راتلوونکې او اوسني وضعیت په هکله اندېښمن دي او وړاندیز کوي چې باید د افغان ځواکونو او دولت ملاتړ وسي او هغوي تجهیز ا و اکمال کړي.

خو د امریکا د پنټاګون مرستیال ډیویډ هالفي د دفاع کمېټې غړو د اندېښنو په هکله هغوی ته ډاډ ورکړچې اوسمهال افغان ځواکونه پیاوړي او د وړتیا له مخې ډیر ښه دي  ځکه اوس مهال افغان ځواکونه په یوازي سر د مخالفینو په وړاندې جګړه مخ ته بیايي.

هغه افغان ځواکونو ته د اتلانو خطاب وکړه او ويې ویل چې  افغان ځواکونه اوس د اتلانو په څیر د دښمن په وړاندې جګړه کوي او د دوی ټولې هڅې يې وستایلې.

هالفي وویل که څه هم دا ځواکونه هره ورځ تلفات ورکوي خو بیاهم د دې ټولو ننګونو سره سره ولاړ دي او عام افغانان په خپلو دې سرتیرو ویاړ کوي.

د امریکا یو شمېر سناتورانو بیا د امریکايي ځواکونو پر ملکي او نظامي افغان همکارانو ټینګار وکړ او زیاته يې کړده چې دوی به ټول هغه افغانان امریکا ته راولي.

که څه هم تراوسه امریکايي ځواکونه له افغانستانه نه دي وتلي خو داسې ښکاري چې امریکايي ځواکونه به له ټاکلې نېټې مخکې له افغانستانه ووزي او له هغه وروسته ګڼې اندېښنې د دې لامل سوې چې د افغانستان په هکله هره ورځ باید بحث وسي

د افغان ځواکونو اوسنی حالت

دا مهال د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې درنې نښتې روانې دي او افغان ځواکونو د دې نښتو په وړاندې تراوسه پوري درست ځواب ویلی خو لاهم غوښتنې دادي چې د افغان ځواکونو د تجهیز او هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره باید کار وسي ترڅو په راتلوونکي د نورو لویو ګواښونو په وړاندې د افغانستان دا ځواک پیاوړی او ځواب ویوونکی وي.

تراوسه پوري د افغان دولت له لوري ډاډ ورکول سوی چې سرتیري يې په هر حالت کې دهېواد او خلکو ساتنې لپاره چمتو دي اوساتنه به يې کوي

Comments are closed.