The news is by your side.

له فضل الرحمانه بیا دافغانستان په هکله ږغ سوی

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان د سیاسي ګوندونو مجموعه چې مشري يې مولانا فضل الرحمن کوي له دولته د افغانستان په هکله وضاحت غوښتی او ویلي يې دي چې د امریکايي اډو د جوړولو په هکله چې اوازې خپرې سوې باید مالومات ورکړي.

مولانا فضل الرحمن چې تل يې په افغانستان کې د جګړې کولو پلوي کړې او دې جګړې ته يې د جهاد مقدس نوم ورکړی یو ځل بیا د افغانستان په اړه خپله خوله خلاصه کړې.

مولانا فضل الرحمن یوې غونډېط ته ویلي د سیمې حالات اندېښمن دي او باید موږ هم اندېښنه وکړو، پي ډي ام یاد پاکستان د سیاسي ګوندونو ائتلاف له پاکستاني دولته غوښتي چې د یوې پارلماني کډې غونډې په ترڅ کې د خپل هېواد دفاعي حالت، بهرنۍ پالیسي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د حالاتو او امریکايي اډو د جوړیدو په هکله د خپرو سویو اوازو په هکله مالومات وړاندې او سپیناوی ورکړي.

ده دا هم ویلي چې د حکومت پر ضد به پراخې مظاهرې هم وکړي.

امریکا دفاع وزارت موده مخکې وویل چې پاکستان ورته هوايي او ځمکنی حریم په اختیار کې ورکوي ترڅو  د افغانستان پر ضد يې وکاروي چې وروسته دا خبره تر رسینیز کیدلو بیرته د پنټاګون او پاکستان له لوري رد او ګونګه سوه خو رسنیو ویلي داسې شواهد موجود دي چې پاکستان سره د دوه نیم اربه ډالرو په بدل کې دا کار سوی.

د پي ډي ام له مداخلې وروسته هم تر اوسه پاکستان په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی دا چې دوی به په راتلوونکې کې څه وکړي مالومه نه ده.

له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه د سپټمبر میاشتي  تر ۱۱ پوري بشپړیږي او له هغه وروسته امریکا غواړي افغانستان د هوا له لارې وڅاري او ویلي یې دي چې دې هېواد ته نژدې پوځي اډې جوړوي هغوی ویلي چې له تروریزم سره د دوی مبارزه روانه ده او له خپلو وتلو وروسته به هم افغانستان د  هوا له لارې څارې او د لته به ترهه ګر په نښه کوي خو دا يې تراوسه يې په ډاګه کړې نه ده چې څنګه او چیري خپلې پوځې  اډې جوړوي

Comments are closed.

koi finance