The news is by your side.

عمران خان ته پر څه غیرت ورغلی؟

خبریال ویب پاڼه/ د پآکستان لومړي وزیر عمرانخان ایله په  ټول ژوند کې یوه د غیرت خبره کړې چې دا به رښتیا وي که دروغ د یوه دوه مخې تش په نوم اسلامي هېواد لومړي وزیر صرف نن ځان خواخوږی معرفي کړ.

عمراخان د خپلو خبرو په لړ کې له هند سره د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په هکله و یلي چې له هند سره زموږ سوداګریزې او نوري اړیکي عادي کول د کشمیر له خلکو سره خیانت دی او باید داسې ونه سي.

د مالوماتو پر بنسټ عمراخان د خپل غیرت کولو یوه برخه کې د کابینې  په یوه ناسته کې چې مشري يې کوله له هند سره د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په برخه کې قاغذونه رد کړي.

خو داسې مالومیږي چې تر هرڅه وړاندې پآکستان له هند سره د اړیکو ښه کولو لپاره زارۍ کولې کله چې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي لاهم خرابې وې نو  بیا پاکستان هند سره د حسن نیت کارونه کول نور مالومات نسته خو  ښايي پآکستان د کشمېر خلکو ته هم په کوم چل او فریب کې وي ځکه همدا د پاکستان پېشه ده

هغه وویل چې له هند ښي اړیکي موږ د یوه نړیوال لوی مارکیټ سره نښلوي خو دا چاره نه سو ترسره کولی هغه د کشمیر مسله د فلسطین غوندي وبلله او ویې ویل چې په کشمیر کې له کشمیریانو څخه په زور ځمکې نیول سوې دي.

تراوسه پوري هند یوازي پر خپل حالت پاتي دی او هیڅ د حالت د عادي کولو او بدولو کوښښ يې نه دی کړی خو دا جالبه ده چې د تاریخ په اوږدو کې ښه یابد د یوه پاکستاني مشر داسې د غیرت څه نه دي خپاره سوي خو د عمران خان بې ځایه غیرت ته هم د شک په سترګه کتل کیږي.

د کشمیر حالت

د هند دولت له لوري د تیر کال په اګسټ میاشت کې له ځانګړي حالته و ایست او د خپلو نورو ایالتونو په څیر يې کړ چې د پاکستان له سخت مخالفت سره مخ سو ولې که چیري بیا هم  د سودا کولو کومه  موقع پیدا سي نو دا خلک به د پاکستان له لوري په بنډلونو پیسو وپلورل سي

Comments are closed.

koi finance