The news is by your side.

هند او امریکا د افغان سولې په اړه غږېږي

خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې پروسې ځنډني کېدو نه یوازې دا چې افغانان نور په تنګ کړي دي، بلکې نړۍوال هم نور ورته بې حوصلې دي او غواړي چې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.
په دې لړ کې تازه هند او امریکا غواړي چې په دې تړاو خبرې وکړي، څو نور دغه پروسه لنډه او موثره پيل او پای ته ورسېږي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په امریکا کې دی او هلته یې ددغه هېواد له بېلو لوړپوړ چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
نوموړي د امریکا ددفاع له وزیر سره هم کتلي دي او دوی ته یې واضح کړې چې هند په افغانستان کې اړیکې او ګټې لري او ددغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوي.
نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره همکار دي او د هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي. امریکایي لوري هم ویلي چې د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او څومره چې سیمه ییزه اجماع په دې تړاو پیاوړې کېږي دومره جګړې او تاوتریخوالی کمېدلی شي.
دواړو لوریو ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره به خپلې ګډې هڅې لا ګرندۍ کړي او د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره به هلو ځلو ته ادامه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې تر بل هر وخت جګړې زور اخیستی دی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي او غواړي چې نور د سولې خبرې ژر یوې پایلې ته ورسېږي.
امریکا که څه هم ظاهراً هڅه کوي چې سوله راولي، مګر د پردې تر شا د دوی په نیت هم شک ښکاري او داسې ایسي لکه هېڅ رښتینې هڅه چې دې برخه کې نه کوي.
د شنونکو باور بیا دا دې چې د سولې لپاره دې لومړی داخلي اجماع پیاوړې شي او بیا دې د سیمه ییزې او نړۍوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره مټې را بډ وهل شي.

Comments are closed.

koi finance