The news is by your side.

د پاکستان په وړاندې د جديت وروستی سنګر بریا ده

خبریال ویب پاڼه/ له تیرو څلورو لسیزو را په دې خوا د پاکستان د دوه او ناسم سیاست له امله موږ په هرڅه ویشلي وژل سوي او ان مهاجر سوي یو خو پاکستان ته چا ونه ویل چې ولې؟

د دولت ژبه د پاکستان په وړاندې ځیږه سوې

پاکستان چې تل دوه او اوس حالتونو کې ان درې مخې پالیسئ لوبوي او تاسو ګورئ چې پر یوه وخت باندې امریکا افغان دولت او طالبان غواړي ولوبوي خوشحاله يې وساتي له ناکامي سره هغه وخت مخ سو چې درې واړه اړخونه د پاکستان په لوبو پوی سوي

زموږ د لیکنې محور افغان دولت او د چارواکو وروستۍ څرګندونې دي هر چا او هرڅوک د پاکستان په وړاندې خبرې او څرګندونې کوي خو د ځینو دا تاثیرات لري او د ځینو دا يې نلري تیره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان ږغ وکړ چې  د افغانستان سولې ثبات سره دي مرسته کړي ترڅو ګټه وکړي او که یې ونکړي نو دوی به هم  تاوان وکړي،

پرهمدې مهال نوموړي پاکستان ته د دوه مخې خطاب وکړ او ویې ویل چې د دوی عمل او خبرې زیات توپیر لري نوموړي همدارنګه پاکستان تورن کړ چې اوس هم په سیمه کې له ترهه ګرو ډلو سره اړیکي لري او ساتي يې.

پخوانی ولسمشر حامدر کرزي څه وویل؟

حامد کرزي هم په دې وروستیو کې خپلې پالیسۍ ته د پآکستان په وړاندې بدلون ورکړی او دا هېواد يې په سیمه کې په شر او فساد تورن کړی هغه هم ویلي چې پاکستان د خپلو ناسمو پالیسیو په لوبولو سره غواړي چې په سیمه او افغانستان کې جګړه رامنځ ته کړي، او له ډیره وخته د همدې چارې ملاتړ کوي.

نوموړي وویل چې پاکستان اوس هم د ترهه ګرو تجهیز او تمویل کوي او په افغانستان کې د اوږ مهالې جګړې ملاتړ کوي.

د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې؟

په ټولو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب څرګندونې د پاکستان په وړاندې بد تمام او په پاکستانیانو يې غوغا ګډه کړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د خبرو په ترڅ کې د پاکستان له ناسمو کړنو پرده پورته کړه او دا هېواد يې د تیرو څلورو لسیزو را په دې خوا د نیابتي جګړې تمویل کوونکی او ترسره کوونکی وباله محب تل په هره وینا کې پاکستان رټي کله چې پاکستان د محب د خبرو په وړاندې کلک غبرګون وښود نو بیا پاکستان اعلان وکړ چې نور له محب سره ډیپلماټیکي اړیکي نه ساتي چې دستي يې محب په هکله وویل چې د دې پرځای موږاوافغانستان سره اړیکي پرې کړئ لومړی له نران سئ او له ترهه ګرو سره اړیکي پرې کړئ.

پایله او ګټه

د افغان چارواکو له دې او دې ته ورته زیاتو څرګندونو داسې مالومیږي چې پر یوه وخت د دولت پالیسي د پاکستان په وړاندې تغیر  موندلی او په دې هوکړه سوې چې پاکستان ته به نور له جدیته کار اخیستل کیږي دا يې پایله کیدلای سي همدارنګه د ګټې او افغانستان ته د هڅو په برخه کې پاکستان د افغان دولت ښکاره پیغام تر لاسه کړ چې په دوه مخیتوب او ترهه ګرو څخه په ملاتړ يې پوهیدلي او نور باید ځان سم کړي که چیري په اوسنیو نازکو شرایطو کې پآکستان ته سپین نه وای ویل سوي نو لیري نه وه چې په زیاتو ستونزو کې به ګیر وو.

د پآکستان درې مخې لوبه

پآکستان په دې وروستیو کې چې د لوبې اصلي لوبغاړي طالبان افغان دولت او امریکا ده غواړي له دریو واړو سره ښې اړیکې مشورې او ګډې ګټې ولري چې په خپل دې پلان کې پاکستان تر ډیره بریده بریالی دی خو دا یې بریا يې د سولې پروسې په اوږدیدو سره له منځه ځي چې پیل يې افغان دولت کړی ورپسې امریکا او بیا طالبان

Comments are closed.