The news is by your side.

د جګړې خلاف پرله پسې فتواو طالبان ورخطا کړي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم طالبانو له اول سره افغانستان کې د جګړي لپاره د اسلامي عالمانو ملاتړ ځان سره نه لاره او دې برخه کې یې تکیه یوازې د پاکستان حقاني مدرسو په څو ملایانو وه، خو اوس یې جګړه د اسلام جیدو عالمانو سخته ننګولې.

افغانستان کې د شل کلنې خونړۍ جګړې په جریان کې په وار وار د اسلامي هیوادونو د عالمانو ګډې ناستې ترسره شوې او د روانې جګړې د دریدو غوښتنه یې کړې، خو محسوسه نتیجه یې ځکه نه لرله چې دوامداره، له یو چتر لاندې او پرېکنده نه وې.

طالبان، چې د جګړې د لیکو لویه برخه یې کم عمره ځوانان جوړوي، د ناسمو تبلیغاتو تر تاثیر لاندي دي او فکر کوي چې افغانستان کې جګړه دیني مسؤلیت او جهاد دی.

د طالبانو جګړه په اسلامي منطق او دلایلو ردول، د نړۍ له معتبرو دیني بنسټونو د جګړې خلاف د فتوا اخیستل، دې موضوع کې د مشهورو او نفوس لرونکو مفتیانو ښکېلول، په کور دننه د عالمانو صف برابرول، د طالب مشرانو لپاره لویه ننګونه او سرخوږی ګڼل کېږي.

معلومات ښیي چې له افغان حکومت او نظام څخه د اسلامي نړۍ پراخ ملاتړ د طالب جنګیالیو په انګېزه بد تاثیر کړی او له مشرانو یې غوښتي چې دوی ته وضاحت ورکړي.

خو دغه هڅې څه ډول پراخې شوې او عالمان څنګه وهڅېدل؟

د نظر خاوندان په دې باور دي چې دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ تړون او د افغانستان د حج او اوقاف وزارت نوې رهبري د دې سبب شوه چې د نړۍ عالمان د طالبانو د جګړې خلاف غږ پورته کړي.

” دې برخه کې طلسم هغه وخت لا مات شو چې د هیواد قاطع او مدبر عالم محمد قاسم حليمي ته د حج او اوقاف وزارت مسؤلیت وسپارل شو”.

محمد قاسم حلیمي چې د هیواد په ملي مسایلو پوه، ژبور، مدبر او قاطع عالم دی، په کم وخت کې وتوانید چې د روانې ناروا جګړې خلاف د عالمانو صف جوړ کړي.

نوموړی چې اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول عربي هیوادونو سره نېکي اړیکي لري، دیني بنسټونه او عالمان یې وهڅول چې اسلامي او انساني مسؤلیت ادا کړي او افغانانو ته د حق واضع لار وښي.

د یادونې وړ دی چې د اسلامي عالمانو کلک ملاتړ، د افغان ځواکونو په جنګي روحیه مثبت تاثیر کړی او هغوی یې لا دوطن، خاورې او ارزښتونو ساتلو ته هڅولي دي.

لیکوال: هادي مخلص

Comments are closed.