The news is by your side.

داوړ: د رسمي ګوند جوړیدلو لپاره تکل سوی

خبریال ویب پاڼه/ د شمالي وزیرستان څخه د پاکستان د قامي اسمبلي غړي محسن داوړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو مشرانو څخه هم دی چې د ګوند رسمي جوړیدو پریکړه يې په رسمي ډول سوې.

داوړ د خپلو خبرو په لړ کې د ګوند د نوم او تګلارې په هکله وویل کار روان دی او ډير ژر به نهايي سي د ده په خبره چې پي ټي ام د دوی تحریک دی او دوی  به هیڅکله ورسره لاره جدا نکړي.

د پي ټي ام لپاره د داوړ د سیاست خوښونې په خبروکې هغه وویل که څوک غواړي سیاست وکړي نو دوی تیار دي چې د ګوند غړیتوب ورکړي.

داوړ وویل چې د علی وزیر په ګډون يې د پي ټي ام مشرانو سره هم سلا مشورې کړې او ویې ویل چې څوک د پارلمان سیاست کول غواړي یانه غواړي ټولې خبرې ترسره سوې.

د پي ټي ام مشرانو ویلي څوک چې سیاست خوښول غواړي د هرچا کار دی خو پي ټي ام به غیري سیاسي تحریک وي.

محسن داوړ دا څرګندونې پرداسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې محسن داوړ د یوې غونډې په ترڅ کې پر طالبانو سخت انتقادونه وکړل او زیاته يې کړه چې تاسو د چا لپاره جنګیږئ؟

هغه طالبانو ته وویل تاسو وګورئ چې د افغانستان دولت او یا د پاکستان دولت اسلامي دی ایا دا ستاسو روانې جګړې ته د افغانانو په وړاندې کوم نوم ورکوئ.

پي ټي ام د میشتو پښتنو قومونو د رسا ږغ یوازنی ادرس پاتي دی چې په دې برخه کې یې زیات شمېر شهیدان ورکړي زیات شمېر مشران او کشران يې زندانیان او د مبارزې په حالت کې قرار لري.

داوړ به د سیاست له لارې عوره ګڼلې وي چې د یوه لوی ولسي تحریک د یوه غړي په حیث په ګوندیز ډول سیاست ته ننوزي او له دې لارې د میشتو پښتنو قومونو دحقه حقوقو لپاره مبارزه وکړي.

تراوسه پوري مالومه نه ده چې دا ګوند به څه وخت په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کوي خو محسن داوړ خبر ورکړی چې په دې هکله يې پریکړه رسمي سوې او د ګوند د اجنډا نوم پالیسۍ او نورو موادو په هکله به اوس کار کوي

Comments are closed.