The news is by your side.

موږ پرې نه ښود خو دوی پرېښود، د قیصر او رحماني سفرونه

خبریال ویب پاڼه/ ویل کیږي چې د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یوه سفر په ترڅ کې چې دلې په هکله رسمي څه نه وو ویلي پاکستان ته تللی او هلته يې شتون حتمي کړی.

خو کله چې د پاکستان ولسي جرګې رییس لپاره یوه اونۍ انتظامات هم نیول کیدل او بیا دی کابل ته راتلی نو الوتکه يې د کابل له هوايي ډګره ځواب سوه خو د میر رحمان الوتکې په بریالۍ توګه اسلام اباد کې ناسته کړې.

ویل کیږي چې رحماني سره په دې سفر کې یو پلاوی هم ملتیا کوي چې هلته به له یو شمېر پاکستاني چارواکو د ولسي جرګې رییس او نورو سره وویني میررحمان رحماني به اسلام کې  د پیکو په نوم اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي او د داوړو هېوادونو د اقتصادي او پارلماني چارو په هکله بحث او خبرې وکړي.

د اسد قیصر سفر

له یوې اونۍ لاهم اوږده موده د اسد قصیر سفر چې دوه میاشتي وړاندې وو، چمتوالی نیول کیدی د کابل په یو شمېر واټونو کې د پاکستان بیرغ او د اسد قیصر انځورونه هم ځوړند سوي وو، خو کله چې د اسد قیصر او ورسره پلاوي الوتکه د کابل هوایي حریم ته ننوتله او غوښتل چې ناسته وکړي د کابل هوايي ډګر له لوري ورته د نه کښته کیدلو خبره ورکول سو، چې بیرته مستقیم اسلام اباد ولاړ او ویې ویل بیا به بل وخت سفر وکړي.

د دې قضیې په هکله چې تر اوسه دقیق مالومات نه دي وړاندې سوي عامو خلکو غبرګونونه درلودل چې زیات شمېرو يې د دولت دا کړنه وستایله او زیاته يې کړه چې پاکستانیان باید په شخصي روابطو چې میر رحمان راغوښتي وو افغانستان ته خپل سري سفرونه ونه کړي.

د پاکستان په وړاندې د دولت جدیت او د میرحمان رحماني سفر هم د خلکو له توند غبرګون سره مخ سوی او پاکستان يې دښمن بللی دا خلک د میررحمان سفر پاکستان ته په اوسني وخت کې سم ګام نه بولي او د دولت د ټولو مسؤلینو د یو موټي کیدلو غوښتنه کوي دوی ویلي چې پاکستان او نورو بهرنیو هېوادونو يه وړاندې د دولت دریځ یو شان وي

Comments are closed.